افغانستان

ميمنه کې چاودنه شوې

د فارياب مرکز ميمنه ښار کې د عزيزي بانک مخې ته ساعت وړاندې چاودنه شوې، چې تلفات يې پېښ کړي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چاودنه د بم له چاودلو رامنځته شوې، چې پر يوه بايسکل ځای پر ځای شوی و. د هغوی په وينا پنځه تنه يې په ټپي حالت کې ليدلي دي، خو معلومه نه ده، چې څوک په کې وژل شوي هم دي که نه.

د سيمې خلک وايي، چاودنه زوروره وه او شونې ده تلفاتو کې يې ډېروالی راشي.

د چاودنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو يوې ځايي امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې د طالبانو له لوري رامنځته شوې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button