افغانستانسلايډ

ميرکل: جگړه د افغان کړکېچ د اواري غوره لار نه ده

د المان صدراعظمې انگيلا ميرکل څرگنده کړې ده، چې جگړه د افغانستان د کړکېچ د اواري غوره لار نه ده. نوموړې افغانستان کې د جگړې دوام ناسم بللی دی.

اغلې انگيلا ميرکل وارسا کې د ناټو د سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته خپلو خبرو کې وويل، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د لړۍ غځول يوه اړتيا ده او بايد دغه لړۍ چټکه شي.

د هغې په اند له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو غځول د افغانستان د ستونزې د اواري يوازينۍ سياسي حل لاره ده او بس.

د ميرکل په وينا افغانستان يوازې له پوځي لارې او د جگړې په غځولو سولې ته نه شې رسېدی او بايد سولې ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت او نړيوال ملاتړي يې د طالبانو پر ضد جگړه يوازينۍ حل لاره بولي او په دې وروستيو کې يې پر طالب جنگيالو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. طالبانو هم په خپل وار ويلي، چې افغانستان کې د وروستي بهرني پوځي تر شتونه به جگړې ته دوام ورکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button