سيمه او نړۍ

مومند ايجنسۍ کې نهه پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان قبايلي سيمې مومندو ايجنسۍ کې پر امنيتي ځواکونو دوو جلا جلا بريدونو کې نهه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو له قوله لومړنۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه. چې نا څرگندو بريدگرو پر هغو دوو پوځيانو بريد وکړ، چې د اوبو د يو ټيوب ويل د ساتنې دنده يې پر غاړه وه.
دوهمه پېښه د مومندو ايجنسۍ يکه غونډ کړپه سيمه کې د شپې ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسلوالو د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته ډزې وکړې او اووه امنيتي ساتونکي يې ووژل.
ځايي رسنۍ وايي، چې د نهو واړو وژل شوو پوځيانو مړي د مومند ايجنسۍ روغتون ته راوړل شوي دي.
د پاکستاني رسنيو له قوله د دواړو بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې ده.
د پاکستاني پوځيانو له لوري قبايلي سيمو کې له پوځي عملياتو وروسته د نورو سيمو په پرتله د مومندو امنيتي وضعيت تر ډېره ډاډمن و او وخت پر وخت به سخت دريځو طالبانو پر حکومت پلوو قومي مشرانو بريدونه کول او په تېرو څو مياشتو کې دا لومړۍ پېښه ده، چې مومندو کې په يوه ورځ نهه پوځيان وژل کيږي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button