افغانستان

ملگري ملتونه: روان کال به افغانستان کې يو مليون خلک بې کوره شي

د ملگرو ملتونو نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې روان کال به افغانستان کې د جگړو له کبله د هېواد دننه بې ځايه شويو شمېر له يو مليون وگړو واوړي. دغه خبرې بشري چارو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال سټېفن اوبراين افغانستان ته د خپل دوه ورځيني سفر په پای کې کړې دي. ښاغلي سټېفن د دې سفر پر مهال د افغان حکومت پر مشرانو سربېره له بې ځايه شويو افغانانو سره هم ليدلي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له شمېرو سره سم دمگړۍ هېواد کې له يو مليون او دوو سوو زرو ډېر وگړي بې کوره دي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د م م ياد چارواکی وايي، چې زه په دې گمان يم چې د روان کال تر پايه به يو مليون نور افغانان هم بې ځايه او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د ښاغلي اوبراين په خبره اوسمهال د افغانستان درې نيم مليون اوسېدونکي بېړنۍ مرستې ته اړ دي او که ژر تر ژره دغه مرستې ور ونه رسېږي، يو ستر بشري ناورين به رامنځته شي.

څه موده مخکې د م م يوه راپور وښوده چې افغانستان کې له شپږو مليونو ډېر وگړي په يوه نه يوه ډول له جگړې اغېزمن شوي دي او ورځ له بلې هلته بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا ډېرېږي. له نړيوالو راپورونو سره سم نړۍ کې تر ټولو ډېر له پنځو کلونو د کم عمر کوچنيان افغانستان کې مري چې ډېری يې د جگړې له امله دي.

بل پلو څو مياشتې وړاندې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي وو، چې د هېواد دننه د بې ځايه شويو لپاره لازمه بوديجه نه لري او د هغوی ستونزو ته په لاسرسي کې پاتې راغلي. ياد وزارت زياته کړې وه، چې کډوالو سره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستې هم د پخوا په پرتله کمې شوې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button