سلايډنظر او تحلیل

ملګري ملتونه:په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو کچه اوج ته رسېدلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې،یوناما په وینا ۲۰۱۵ کال د ملکي تلفاتو لپاره تر ټولو خونړی و.ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ کال راهیسې هر کال پرله پسې په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه شمېرې ټولوي او بیا یې د یو کلني راپور په بڼه چاپ ته سپاري.

د یوناما د ۲۰۱۵ کال راپور له مخې په ۲۰۱۵ کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۱۰۰۲ تنو ته رسېده، چې د تېرو اوو کلونو په پرتله تر ټولو زیاته ده (د لا معلوماتو لپاره وګورئ اول جدول).

په همدې تړاو په کابل کې د یوناما مشر نیکولاس هایسم په خبري ناسته کې وویل، که څه هم دغه شمېرې «ډاروونکي» دي خو بیا هم په راپور کې ورکړل شوېشمېرې د ملکي تلفاتو په اړه سمه ترجماني نه کوي. هایسمد جګړې پر دواړو غاړو غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په ۲۰۱۶ کال کې یو شمېر ګامونه پورته کړي، چې دغه کچه کمه شي.

جدول1 په افغانستان کې ملکي تلفات (۲۰۰۹-۲۰۱۵)
j1
دا چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو کچه ولې زیاته شوه، لاملونه یې په هېواد کې د داعش ظهور، په ختیځو سیمو کې د دغې ډلې فعالیتونه، شمال ته د وسله والو مخالفینو د مقاومت پراخېدل، د کندوز سقوط او بیا د حکومتي ځواکونو لخوا د کندز بېرته نیول، په کابل کې ځانمرګي چاودنې او داسې نور دي. له همدې ځایه ده، چې د حکومتي او اړونده ځواکونو لخوا ملکي تلفات له ۲۰۱۲ کال (۶۰۳ تلفات) څخه کال تر بله زیاتېږي او دغه کچه بیا په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو زیاته شوه (۱۸۵۴ تلفات).

په بل اړخ کې د یوناما د شمېرو له مخې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د حکومت د مخالفینو لخوا د ملکي تلفاتو کچه هم په زیاتېدو ده، چې د ۲۰۰۹ کال د ۴۱۲۴ تلفاتو څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د زیاتېدو پر لور روانه وه او ۷۶۴۳ تلفاتو ته ورسېدله؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې د دوی لخوا د ملکيانو په نښه کول کم شول. دلته یوه یادونه اړینه ده، چې دحکومت له مخالفینو څخه یوازې طالبان مراد نه دي، بلکې د یوناما د تعریف له مخې په دغه کې هر هغه څوک راځي، چې د دولت پرضد جګړه کوي، لکه طالبان، حزب اسلامي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد یووالی، لشکر طیبه، جیش محمد، داعش او نورې ملیشې او وسله وال مخالفین(۱).

جدول2 د حکومتي ځواکونو او حکومت مخالفینو لخوا ملکیانو ته اوښتې مرګ-ژوبله (۲۰۰۹-۲۰۱۵)
j2

دلته د یادونې وړ ده، چې په ډېری توګه ملکيانو ته په جنوبي، جنوب ختیځ، شمال ختیځ او ختیځ ولایتونو کې مرګ-ژوبله اوړي. په ۲۰۱۵ کال کې ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ-ژوبله په جنوبي ولایتونو (۲۵۳۷)، شمال ختېځ (۱۹۷۸)، مرکزي (۱۷۵۳)، ختیځ (۱۶۴۶) او جنوب ختیځو (۱۴۷۰) ولایتونو کې اوښتې وه.

همدا راز په ملکي تلفاتو کې د ۲۰۱۵ کال د ښځو او ماشومانو لپاره هم تر ټولو بد کال وو. په دغه کال نه یوازې دا چې د مېرمنو او ماشومانو د مرګ-ژوبلې مجموعي ارقام د تېرو اوو کلونو په پرتله تر ټولو زیات شول، بلکې د زخمي او وژل شوو مېرمنو او زخمي او وژل شوو ماشومانو کچه هم د تېرو اوو کلونو په پرتله تر ټولو زیاته شوه.

(د لا معلوماتو لپاره وګورئ جدول ۳)
j3

په بل اړخ کې دغه راپور په نړیوالو مطبوعاتو او د جګړې د دوو اړخونو لخوا له غبرګون سره مخ شو. افغان ولسمشر په یوه اعلامیه کې د دغه راپور هرکلی وکړ او پر طالبانو یې تور ولګاوه، چې له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي. همدا راز د افغان حکومت په دغه اعلامیه کې یوځای د یوناما د راپور پر دغې برخې، چې په ۲۰۱۵ کال کې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې د دوی لخوا د ملکيانو په نښه کولو کې۴۲سلنه کمېدنې باندې نیوکه کړې او په اړه یې ویلي، چې «طالبانو سره د ملکیانو غم نه شته بلکې خلک یوازې له هغو سیمو څخه کډه شوي، چې د طالبانو عملیات پکې کېږي».

که څه هم په دغه راپور کې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا د ملکیانو په نښه کول کم شوي؛ خو بیا هم د مجموعې ۶۲ سلنه پر دوی بار شوه. له همدې ځایه ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي بیانیه کې دغه راپور «یو لوریز، تبلیغاتي او د اشغالګرو قوتونو په اشاره» ترتیب شوی وباله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د ۲۰۱۵ کال راپور په (Glossary) کې د دغې اصطلاح تشریح وګورئ:
https://unama.unmissions.org/sites/default/files/unama-protection-of-civilians-annual-report-2015-final_0.pdf

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button