افغانستانسلايډ

ملي وحدت حکومت اربکیان ختموي

د ملي وحدت حکومت پریکړه کړې چې سیمه‌ییز پولیس یا اربکیان نور ختم کړي او له امنیتي ځواکونو سره یې یوځای کړي.

د ملي وحدت حکومت دا پریکړه تر هغه وروسته کوي چې په ځینو ولایتونو کې د اربکیانو د خپلسریو او ظلمونو پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول.

تېره ورځ د غزني په اندړ ولسوالۍ کې سیمه‌ییزو پولیسو یا اربکیانو یو ولسي وګړي څخه لاسونه پرې کړي وو او بیا یې پرې موټر خېژولی و چې پر ضد یې ولسي خلکو مظاهرې پیل کړې.

همدا راز تر دې وړاندې د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې ځايي خلکو د طالبانو سره د اربکیانو پر ضد لاس یو کړ او له سیمې یې اربکیان وشړل.

له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه وايي، چې د دوی ارزونې ښيي چې سیمه‌ییز پولیس یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې موثریت لري او د دوی د تنظیم بهیر په دې وروستیو کې د ترتیب شوي میکانیزم مطابق د یاد وزارت په چوکټ کې د تطبیق وړ دی.

ارګ منلې چې له اربکیانو او ملېشو سره خلک سخت مخالفت ښودلې او تېرې ترخې تجربې هم د ملیشو جوړولو مخنیوی کوي. « ملېشو د ناامني په زیاتوالي، د خلکو په ځورولو او د قانون د واکمنۍ په کمزوري کولو کې رول درلود او په اوږدمهال کې د زیاتو ناامنیو لامل کېږي».

ارګ یو ځل بیا په پخوانیو قومندانانو او ملیشه جوړونکو غږ کړی دی چې خپل کسان د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره یوځای کېدلو ته وهڅوي.

ملي وحدت حکومت د اربکیانو د ختمولو او له امنیتي ځواکونو سره د یوځای کولو دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ د کندوز د پلټنې ډلې د ددغه ښار د سقوط لامل د سیمه‌ییزو اربکیانو لخوا په دغه ولایت کې ظلمونه و خپلسرۍ وې.

اربکیان په ۲۰۱۰ز کال کې د امریکا او برتانیې په مالي مرسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اعلی قومندان ډیويډ پيټریوس لخوا د ولسي پاڅون په نوم د طالبانو پر ضد راپورته شول خو د راپورته کېدلو سره يې په خپلسریو او ظلمونو پیل وکړ چې له کبله یې ډيری خلک طالبانو سره یوځای شول.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button