خبرونهسلايډ

ملي دفاع وزارت: پر ډیورن کرښې د تاسیساتو مخه نیسو

 

ملي دفاع وزارت ویلي چې موږ کله هم پاکستان ته اجازه نه ورکوو چې پر ډیورن کرښې تاسیسات جوړ کړي. د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې افغان ملي ځواکونه د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ لپاره هرې قربانۍ ته تیار دي او نورو ته به کله هم اجازه ورنه کړي چې د دوي حاکمیت او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوړي.

وزیري همدارنگه زیاته کړه چې موږ به کله هم پاکستان ته اجازه ورنه کړو چې د ډيورن د کرښې شاوخوا خپل تاسیسات جوړ کړي. د ملي دفاع وزارت دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې تېره شپه پاکستاني ملیشو غوښتل د تورخم د دروازې شاوخوا تاسیسات جوړ کړي چې د افغان ځواکونو له لوري له غبرگون سره مخ شوي وو او له امله یې نښته شوې وه.

نښته کې یو افغان پوځي وژل شوی او همدارنگه گڼو پاکستاني ملیشو ته مرگه ژوبله اوښتې ده.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button