افغانستانسلايډ

ملي دفاع وزارت: د سنگين مرکز امنيتي سرتېرو سره دی

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د سنگين ولسوالۍ بازار او مرکز له امنيتي ځواکونو سره دی او د طالبانو پر ضد يې تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري کابل کې رسنيو ته وويل، چې ټول هلمند او په ځانگړې توگه سنگين کې خونړۍ جگړې روانې دي، خو دغه ولايت کې امنيتي حالات په هغه کچه نه دی خراب، چې رسنيو کې پرې خبرې کيږي.

دولتي چارواکي وايي، چې دېشو او باغران ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او پاتې نورې دولس ولسوالۍ ټولې له حکومت سره دي او تر ټولو زياتې جگړې، په کجکي، مارجې، سنګين او خانشين ولسواليو کې روانې دي.

بل لور ته ملي شورا کې د هلمند استازي وايي، چې هلمند کې حالات تر پخوا ښه شوي، مگر دومره ښه نه دي، چې حکومتي چارواکي يې ادعا کوي.

مشرانو جرگه کې د هلمند استازی هاشم الکوزی وايي، چې نوزاد، باغران، ديشو او موسی کلا ولسوالۍ په مکمل ډول د طالبانو په لاس کې دي او د سنگين مرکز اوس امنيتي سرتېرو نيولی، شاوخوا سيمو کې اوس هم جگړه روانه ده، گريشک خانشين، مارجه او نورو سيمو کې اوس هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جگړې روانې دي.

د ملي دفاع وزارت وياند په داسې حال کې دا مني، چې د هلمند دوه ولسوالۍ له طالبانو سره دي، چې وړمه ورځ د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ادعا کړې وه، چې «د هلمند هېڅ ولسوالۍ د مخالفينو په واک کې نه دي.»

وړمه ورځ افغانستان کې د برتانوي سرتېرو پخواني قوماندان جنرال لارډ ډينيټ پر افغان چارواکو تور لگولی و، چې د هلمند په اړه يې غفلت کړی او د هلمند د ټولو ستونزو او نا امنيو پړه يې د افغانستان پر سياسي او نظامي چارواکو اچولې وه.

«هغه مهال، چې موږ هلمند پرېښود د دغه ولايت حالات ډېر ډاډمن وو، چې موږ ووتو افغان حکومت هلمند ته د اولويت په سترگه نه دي کتلي، اوس چې هلمند کې څه روان دي، زه يې ډېر وېرولی يم او که هلمند کې د برتانيې پانگونه له منځه ځي، نو پړه به د افغان حکومت پر غاړه وي.»

د غربي رسنيو له قوله يوازې سنگين کې شپږ نوي برتانوي سرتيري وژل شوي او اوس، چې د هلمند ډېری سيمې د طالبانو په ولکه کې دي، د برتانيې اندېښنې يې راپارولي دي.

د هلمند ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وايي، چې د هلمند ۶۵ سلنه خاوره له مخالفينو سره ده.

هلمند کې د جگړو او تاوتريخوالي د زياتېدو خبرونه په داسې حال کې ترلاسه کيږي، چې تېره اوونۍ نيويارک ټايمز او وال سټريټ ژورنال په خپلو راپورونو کې ويلي و، چې امريکايي او برتانوي سرتيري هلمند کې په پټه د طالبانو پر ضد جگړې کوي.

د هلمند ولايت ویاند عمر ځواک هم نيویارک ټايمز ته منلې، چې امريکايي او برتانوي ځواکونه هلمند کې د طالبانو پر ضد جگړې کوي.

د څارونکو په اند د هلمند امنيتي وضعیت په اړه راتلونکې څو ورځې ډېرې مهمې دي، طالبان هڅه کوي، چې د ولايت مرکز لښکرگاه د حکومت له ولکې وباسي، حکومت او بهرني پوځيان بيا وايي، چې هلمند به له سقوطه ساتي.

هلمند د جغرافيايي موقعيت له پلوه د افغانستان لس سلنه برخه جوړوي، څوارلس ولسوالۍ لري، چې باغران او دېشو ولسوالۍ يې له تېرو څوارلسو کالو، موسی کلا او نوزاد له تېرو درې مياشتو راهيسې، خانشين له تېرو دوو اونيو راهيسې د طالبانو په واک کې دي او د لښکرگاه د دوهمې حوزې په گډون واشېر او باباجي ولسواليو کې خونړۍ نښتې روانې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button