افغانستانخبرونهسلايډ

ملي امنیت شورا: د قدیر څرګندونې غیرمسوولانه دي

د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال، ظاهر قدیر هغه تورونه یې رد کړل چې ویلي يې و، د ارګ ملي امنیت شورا د داعش جګړه مارو ملاتړ کوي. ظاهر قدیر ویلي و، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش د قومندانانو ملاتړ کوي او دغه جګړه ماري په کابل کې ښکاره ګرځي.

د کورنیو چارو وزارت د قدیر پرونۍ څرګندونې رد کړې. د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د کورنیو چارو وزارت په باور دغه څرګندونې تر ډېره د افرادو د شخصي ګټو پر بنسټ وې، چې په هېواد کې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي لامل کېږي».

د ملي امنیت شورا دفتر هم د ولسي جرګې د لومړي مرستیال خبرې رد کړې. امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر څخه غوښتي چې د ملي امنیت شورا پر ضد د مطرح شوو ادعاوو او تورونو د اثبات او د حقایقو د ښکاره کولو په موخه دې یو پلاوی وټاکي.

امنیت شورا همداراز د قدیر څرګندونې غیرمسوولانه او د ملېشه جوړولو لپاره د امتیاز اخیستو په موخه ګڼي. د کورنیو چارو وزارت هم ملېشه جوړول رد کړي او په دې برخه کې يې هر ډول هڅه د توجیه وړ نه ده ګڼلې. د ملي امنیت شورا ویاند هم وايي چې قدیر غواړي د خپلو ملېشو لپاره «غیرقانوني» مالي سرچینې پيدا کړي.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څرګندونې چې ګواکې د امنیت شورا مشر په افغانستان کې له داعش څخه ملاتړ کوي، د ډېرو بحثونو لامل شوې دي. تر دې مخکې هم د پکتيکا پخواني والي په ډاګه کړې وه چې د امنیت شورا د داعش له جګړه مارو سره مالي مرستې کوي. د پکتیکا والي وروسته له دندې ګوښه شو. ځینې کارپوهان پر دې باور دي، چې د ملي امنیت شورا مشر هڅه کوي په هېواد کې د داعش ډلې د راپورته کېدو له لارې له امریکا سره لاسلیک شوی امنیتي تړون توجیه کړي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button