سلايډنظر او تحلیل

مطبوعاتي رسالت

که له اخلاقي او یوې متمدنې او د لوړو دیني ارزښتونو لرونکې ټولنې له نظره رسنیو ته وګورو، نو د مطبوعاتو اهل او کارمندان د یوه ستر رسالت او مسوولیت لرونکي دي. تر بل هر چا وړاندې د خدای په نزد او بیا د ولس د خیر او ګټو په باب د حقیقت، بحث او نظر د تبادلې محور دي. له هرې پېښې وروسته د ټولو خلکو، څه لوستي وي یا نالوستي، سترګې رسنیو ته وي چې خبریال او شناند یې په اړه څه وايي. افغانان د نورې نړۍ په پرتله رسنۍ ډېرې څاري. د دې لامل شاید د تېرو لسیزو اوږدمهالې جګړې او د تاریخ د مسیر غیر طبیعي رفتار به وي چې یو وخت یې د ټولو غوږونو ته راډیوګانې نیولې وې او نن یې د لوستو سترګې انټرنیټ او د نالوستو یې ټلویزیونونو ته نیولې وي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ راپه دېخوا چې زموږ ټولنه او ولس یوي نوي پړاو ته داخل شول، نوې رسنۍ له نوو معیارونو او ميتودونو سره رامنځته شوې. تر هر څه وړاندې، افغانستان په لومړي ځل د بهرنیو پوځیانو د ټوپک تر سیوري لاندې د ډیموکراسۍ په نامه د حکومتوالۍ یو ډول تجربه کاوه. دغه نوي پړاو د رسنیو یو داسې توپان له ځان سره راووړ، چې د افغانستان تاریخ یې مخېينه نه لرله. افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره یو بل تصادف دا و، چې یوویشتمه پېړۍ په پیل کې د رسنیو وده په ټوله نړۍ کې په ډېره پراخه کچه وه. هغه څه چې موږ په تېرو څوارلسو کلونو کې د رسنیو په برخه کې ډېر ځوروونکی وموندل، هغه دا و چې د رسنیو معیار له افغاني ارزښتو او اسلامي لارښوونو بدل شو. د خبر یا نورو تفریحي خپرونو پر مهال د ولس ملي او دیني ارزښتونه له پامه وغورځول شول او په داسې دود خپرونې پیل شوې، لکه افغانستان چې د لوېدیز نړۍ برخه وي او خلک یې په هماغه معیارونو قضاوت کوي!

په افغانستان کې د رسنیو یوه ستره تېروتنه دا په ګوته کېدای شي، چې د کړکېچ د ښکېلو لوریو په تړاو یې پېژندګلوي یا کمزورې وه او یا یې هم ونه غوښتل چې ښکېل لوري ولس ته له خپلو غوښتنو سره وروپېژندل شي. د دې یو لوریز کار عمده لامل هم دا دی، چې زموږ رسنیو مالي سرچینې په هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له سفارتونو څخه تیارېدې. کله چې د یوې رسنۍ مالي سرچینه داسې اړخ پورې تړاو ولري، چې خپل ځانګړی معیار او ځانګړې ګټې لري، بیا نو رسنۍ ځان د خپلو کتونکو او لوستونکو معیارونو او ارزښتونو ته په درناوي مجبوره نه ګڼي. که چېرته په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان د کړکېچ اصلي ريښو ته رسنیو لازمه پاملرنه کړې وای، نن به لږ تر لږه د ولس سر خلاص و چې د ستونزې ريښه چېرته ده. کله چې ستونزه تشخیص شوې وای، بیا یې حل لارې موندل کېدای شوې. دلته زموږ اصلي ستونزه همدا راپاتې شوه، چې د مسایلو د پېچلي کولو او د حقایقو د پټولو بربنډې او قصدي هڅې وشوې. ځکه اوس د راتلونکي په تړاو باورونه لړزوونکي دي.

د رسنیو له لورې د حقایقو پټول او د مسایلو پېچلي کولو یوه وروستۍ هڅه د طالبانو د مشر د مرګ او وژلو خبر و چې څلور ورځې یې په ډېر شور او زوږ د رسنیو خبرخونې او د ګردي مېزونو سټوډیوګانې بوختې ساتلې وې. دا خبر چې کله په اول ځل خپور شو، یوه معیاري خبریال زړه ته نه لوېده چې له یوې مبهمې رسنۍ دې داسې مهم خبر واخلي. حیرانوونکې لا دا وه، چې ځینې د شناندو او کارپوهانو په توګه په رسنیو کې راڅرګند شول او د یادې «پېښې» پر پایلو یې بحثونه شروع کړل. په دې کار کې پر حکومت هم د ولس باور کمزوری شو. د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند رسنیو ته داسې راپورونه ورکول لکه د لومړي مرستیال د سفرونو مهالوېش چې بیانوي. دا خبر طالبانو د خپل مشر د غږیز ټیپ په خپرولو سره بې ارزښته کړ. د دې خبر اړوند حقیقت راووت؛ خو پر رسنیو او د حکومت د لوړپوړیو مشرانو پر ویاندویانو به بیا کله باورونه پر ځای شي!

مطبوعاتي رسالت د دې غوښتنه کوي چې هره مسووله رسنۍ د خپل هېواد او خپلو وطنوالو د ګټو او ارزښتونو په ساتلو او پاللو ځان مکلفه وګڼي. موږ هغه وخت د کړکېچ د حل پر خوا ګامونه اخیستی شو، چې د حقایقو د درک په هڅه کې شو.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button