خبرونهسيمه او نړۍ

مصر: محکمې د اخوان المسلمین د لارښود د اعدام سزا په عمر بند واړوله

عربي رسنۍ وايي، چې مصري محکمې د اخوان المسلمين د عمومي لارښود، محمد بديع او ځينو اخواني مشرانو اعدام په ټول عمر بند بدل کړ.

مصر کې د نقض محکمې، چې د دغه هېواد د مدني قانون تر ټولو ستره محکمه ده، امر يې کړی، چې د محمد بديع او نورو لوړپوړو مشرانو د اعدام پرېکړه دې، په ټول عمر بند بدله شي.

په دغو کسانو کې، د هغو تورنو په اړه هم خبره شوې، چې محکمې په ټول عمر بند محکوم کړي او امر يې کړی، چې د ټول عمر بند تورنو قضيې دې هم له سره وڅېړل شي.

د مصر استيناف محکمې ويلي، چې د بديع مرستيال دوکتور خيرت شاطر په ګډون د نورو متهمينو، چې په عمر بند محکوم دي، قضيې به يې له سره کتل کيږي.

د روان کال اپرېل کې پر بديع او ديارلسو نورو مشرانو د اعدام او يو شمېر نورو رهبري غړو د ټول عمر بند حکم کړی و او د د رسنيو له قوله «د لاريونونو له لارې خلک پارونو ته رابلل» ښودل شوي دي.

د ۲۰۱۳م د جولای په درېيمه د مصر د دفاع وزیر، جنرال عبدالفتاح سيسي د منتخب ولسمشر، محمد مرسي پر حکومت کودتا وکړه او له کوتا وروسته د محمد مرسي پلويانو د پوځي کودتا پر ضد پراخ لاریونونه پيل کړل او د پوځ محکمې د اخوان المسلمين مشران او پلويان د تاوتريخوالي په تور په اعدام او ټول عمر بند محکوم کړل.

د مصر لويې څارنوالۍ د مظاهرو جوړوونکي د امنيتي ځواکونو په وژنو او له قانونه په سرغړونه تورن کړي دي.

د يادو تورونو له امله د محمد بديع په ګډون يو شمېر  مشران په اعدام او عمر بند محکوم کړي، مګر تر څنګ يې دا هم ويلي، چې دا پرېکړې نهايي نه دي او د نقض امکان لري.

د اخوان المسلمين رهبري مشر ترکيه کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د حکومت له لوري د اعدام په پرېکړه د نقض حکم د محکمې له لوري د اعدام پرېکړه ځنډولې، مګر د عمر پرېکړه لا هم په خپل ځای پاتې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button