سيمه او نړۍ

مصر د سعودي په ننگه جگړې ته چمتو نه دی

د سعودي عربستان او ايران د وروستيو ترينگلو اړيکو پر مهال ځينو عربي هېوادونو لکه سوډان، بحرين او کويت د سعودي په ننگه ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې، مگر مصر په څرگندو ټکو وويل، چې د ايران او سعودي د شخړو پر مهال د سعودي په ننگه نظامي مرسته نه شي کولای.

د مصر بهرنيو چار و زير سامح شکري د عربي ټولنې غونډې ته په خپلو خبرو کې د ايران او سعودي وروستيو شخړو ته په اشاره وويل، چې ۱۹۷۱م راهيسې د ايران او سعودي اړيکې خړې دي او له تېرو لسو کالو راهيسې مصر هڅه کوي، چې ايران سره خپلې اړيکې خوږې کړي.

د سعودي د دې غوښتنې په اړه، چې مصر يې بايد نظامي ملاتړ وکړي سامح شکري وويل: مصر تل له هېواده بهر له جگړو او نظامي عملياتو ځان لرې ساتي او نړۍ کې د سولې لپاره هڅې خپل مسووليت بولي، په هېڅ ډول سياسي شخړو کې د خپلو ځواکونو د ګډولو پلوي نه کوي او مصري ځواکونه يوازې او يوازې د خپلو پولو او ځمکني بشپړتيا د دفاع لپاره دي.

د مصر بهرنيو چارو وزير زياتوي، مصر د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غړی دی او له همدې امله نه غواړي، چې د نړۍ شخړو او جگړو کې برخه واخلي؛ ځکه چې د دوی موخه يوازې او يوازې نړۍ کې د امنيت خوندي کول دي.

مصر په داسې وخت کې دا ډول څرگندونې کوي، چې سعودي د خليجي هېوادونو تر څنګ له مصر، ترکيې، او پاکستانه د ټينگ ملاتړ هيله لري، په داسې حال کې، چې د مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي واکمني د سعودي عربستان د پخواني پاچا د ځانگړي «مالي او سیاسي احسان» پوروړې بلل کيږي.

د عربي چارو کارپوهانو په اند پخواني پاچا عبدالله مصر کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي حکومت د نسکورولو لپاره د سيسي د پوځي کودتا ملاتړ وکړ، ملياردونو ډالر يې ورکړل، د سيسي په غوښتنه يې اخوان المسلمين ترهگره ډله اعلان کړه او د هغوی په هر ډول فعاليتونو يې بنديز ولگاوه او موخه يې دا وه، چې د مصر ستراتيژيک او پوځي ځواک د خپلو گټو لپاره وکاروي.

د عربي چارو شنونکي وايي، که مصر له سعودي سره ونه درېږي، نو دا به د سعودي او مصر راتلونکې اړيکې ډېرې خرابې کړي، په داسې حال کې، چې مصر تېر کال وړانديز کړی و، چې د سعودي په مشرۍ بايد عربي ځواک جوړ شي، چې د عربي هېوادونو له ګټو په ګډه دفاع وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button