خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

مصري پوځيانو په سیناء کې د داعش مشر وژلی

د مصر په سینا‌‌ء ولایت کې د داعش وسله والو مشر ابو دعاء الانصاري په یو هوايي برید کې د سیناء په ولایت کې وژل شوی
په سیناء کې پخوا د انصار بیت القدس په نامه ډلې به د مصري پوځيانو سره نښتې راتلې خو کله چې د داعش وسله والې ډلې په سوريې او عراق کې پر مختګ وکړ، د سینا‌ء وسله والو د انصار بیت القدس تنظیم ختم کړ او د داعش ملاتړ یې اعلان کړ.
د مصري ځواکونو ویاند محمد سمیر رسنیو ته وویل: «تېره ورځ مصري هوایي ځواکونو په سیناء کې پر وسله والو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې د داعش وسله والو مشر ابو دعاء او ۴۵ تنه نور په کې وژل شوي».
خو بل لور ته د داعش وسله والو د خپل مشر د وژلو خبر رد کړی.
وروسته له دې چې داعش وسله والو خپل د مشر وژل رد کړل، محمد سمیر د داعش د مشر وژل په کلکه تاید کړي او رسنیو ته یې ویلي چې موږ به په لنډو ورځو کې د نوموړي د وژل کېدو ویډیو کلپ خپور کړو.
تنظیم انصار القدس د ۲۰۱۴م کال د نومبر په میاشت د داعش وسله والې ډلې ملاتړ اعلان کړ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button