سيمه او نړۍ

برتانيا: پر مسلمانو مېرمنو د انګليسي زده کړه جبري شوه

د برتانيا صدراعظم ډيويډ کيمرون دغه هيواد کې مېشتو مسلمانو مېرمنو ته خبرداری ورکړی، چې يا دې ژر تر ژره انگليسي زده کړي او يا دې له برتانيې ووځي.

برتانيا کې اوس مهال شاوخوا اوه ويشت سوه زره مسلمانان اوسي، چې يو سل نوي زره يې مېرمنې دي، د دغو مېرمنو شاوخوا شل سلنه يې داسې دي، چې انگليسي يې کمزورې يا هيڅ زده نه ده.

کيمرون پلازمېنه لندن کې د نورو ټولنو مېرمنو ته د انگليسي ژبې د زده کړې پروگرام ته د وينا پر مهال وويل، هغه مېرمنې چې انگليسي يې نه ده زده، ژر د داعش په څېر د ترهگرو ډلو له لوري ښکار کېږي او کار ترې اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه، حکومت يې پتيېلې ده، چې له نورو هيوادونو ورغليو مېرمنو ته لږ تر لږه د معياري انگليسي زده کړه جبري کړي، «له نورو هيودوانو راغلې مېرمنې چې د برتانيا تابعيت يې ترلاسه کړی، له دوه نيم کالو وروسته به د انگليسي ژبې ازموينه ورکوي، څو معلومه شي، دغو مېرمنو په بشپړ ډول انگليسي زده کړې ده».

کيمرون په دې اړه څه ونه ويل، چې ولې يوازې مېرمنې بايد دغه زده کړه وکړي؟

د هغه په وينا د کومو مسلمانو مېرمنو چې انگليسه زده نه ده، برتانيا کې د اوسېدو هيڅ ضمانت نه ورکول کېږي، «څوک چې تازه دې هيواد ته راځي، هغوی هم بايد د اوسېدو لپاره ځينې مسووليتونه ادا کړي».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button