افغانستانسلايډ

مزارشریف: د هند پر کونسلگرۍ د وسله‌والو بریدونه لا هم روان دي

له تېرې شپې راهيسې د افغانستان په مزارشریف کې د هند پر کونسلگرۍ بريدونه روان دي او تر اوسه يې اته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

يو شمېر وسله‌وال تېره شپه اته نيمې بجې د هند کونسلگرۍ ته څېرمه يو خالي کور ته ننوتي او له هغه ځايه يې د هند کونسگرۍ پر ودانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړي، چې د څوارلسو ساعتونو په تېرېدو لا هم روانې دي.د مزار امنيتي مسوولين وايي، چې بريدگرو سره وسلې او مهمات کم شوي او اوس خال خال ډزې کوي.

د بلخ ولايت وياند منير فرهاد وايي، چې بريدگر شپږ تنه وو او اوس هم د افغان ځواکونو او بريدگرو تر منځ ډزې روانې دي.د فرهاد په وينا د بلخ والي عطا محمد نور د پېښې ځای کې دی او د عملياتو څارنه په خپله کوي.د مزار دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې تر اوسه يې د اتو پوليسو ټپيان وروړي، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

له بلې خوا د هند بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو دغه بريدونه غندلي او زياته کړې يې ده، چې تر اوسه د دوی کوم ډيپلومات په دغو بريدونو کې نه دی وژل شوی.
وړمه ورځ د هندي پنجاب پټهانکوټ ولسوالۍ کې هم د هوايي ځواک پر اډې ډله‌ييز بريدونه شوي وو، چې له امله يې د بريدگرو په گډون ۱۱ تنه وژل شوي وو او يو شمېر نور ټپيان وو.

هندي چارواکي وايي، چې د پنځوس ساعتونو په تېرېدو لا هم سيمه کې د ترهگرو د شتون نښې ليدل شوي او امنيتي ځواکونه يې په اړه پلټنې کوي.
د هند کورنيو چارو مرستيال وزير، کرن ريجيجو وايي، چې د پټهانکوټ ډله ييزو بريدونو تر شا د «ځينو پاکستاني ډلو» ملاتړ شته او دوی «کره معلومات لري، بريدگر له پولې هاخوا پاکستاني ډلو سره په اړيکه کې وو».

له دې وړاندې د هند کورنيو چارو وزير راج ناته سنگ ويلي و، چې دوی گاونډي پاکستان سره ښې اړيکې غواړي، خو که پر دوی بريدونه کیږي، دوی به يې «غاښ ماتوونکی» ځواب وايي.

د هندي کانگريس غړو هم له لومړي وزير نريندرا مودي غوښتي، چې د پټهانکوټ بريدونو پېښه له پاکستاني چارواکو سره وڅېړي.
په عين حال کې پټهانکوت کې سلگونو کسانو د دغو بريدونو پر ضد لاریونونه وکړل او پاکستان ضد شعارونه يې ورکول.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د پټهانکوټ بريدونه غندلي او د وژل شوو پوځيانو له کورنيو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د هند او پاکستان پر اړیکو اغېز

له تېرو دوو ورځو راهيسې هندي او پاکستاني رسنۍ پر دې بحثونه کوي، چې د پټهانکوټ او وروسته مزارشريف کې د هند پر کونسلگرۍ بريدونه خو به د هند او پاکستان ترمنځ روانو خبرو بندولو هڅه نه وي؟ د هند وتلې انگلیسي ورځپاڼې «انډين ايکسپريس» ليکلي، چې له بريد يوه شپه وړاندې ځينو وسله‌والو د پوليسو موټر تښتولی وو او پر سهار يې د پټهانکوټ پر هوايي اډه بريد وشو او کېدای شي دا بريد هماغو کسانو کړی وي.
سهار، چې رسنيو کې د پټهانکوټ پر پوځي اډې د بريد خبر خپور شو، رسنيو سمدستي دا پړه د پاکستان پر جيش محمد ډلې واچوله.
په دې اړه د هند «ټايم ناو» تلويزون د پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي سازمان «ای ایس ای» واچوله.
د تلويزون په وينا دا بريدونه په پاکستاني کشمير کې د مسعود اظهر ډلې پلان کړي او خپل بريدگر يې هند ته راولېږل.

ټايمز اف انډيا ورځپاڼې بيا ليکلي، چې د داسې بريدونو موخه کېدای شي د هند او پاکستان تازه رغول شوې اړيکې او مذاکرات خرابول وي.
ځينې نورې رسنۍ بيا پر امنيتي چارواکو نيوکې کوي، د دوی معلوماتو لرلو سربېره بريدگر څنګه وتوانېدل، چې خپل هدف ته ورسيږي.

د ان ډي ډي تلويزون د سياسي پروگرام گډونوالو بيا په دې اړه منځلاری نظر درلود، چې تېره اوونۍ د هند صدر اعظم نريندرا مودي کابل او پاکستان ته ولاړ او له هغې وروسته دغه پېښې رامځته شوې او دغه بريدگر هڅه کوي، چې د هند او پاکستان رغول شوې اړيکې بيا خړې کړي.
انډين ايکسپريس ورځپاڼې هم ليکلي، چې دا ډول بريدونه د هند او پاکستان د سولې بهير پر زړه بريد دی.

د څارونکو له انده، که له دې چاودنو او بريدونو وروسته هند پاکستان سره خپلې اړيکې پرې کړي، دا به د توطيه‌ګرو بريا او د دواړو حکومتونو ناکامي وي.
څارونکي د پېښو او چاودنو په اړه له پاکستان سره خبرې گټورې بولي.

هندي پنجاب پاکستان سره په پوله پروت دی او هنديان داسې اندېښنې لري، چې له دې پېښې وروسته به هندي پنجاب يو ځل د وسله والو بريدگرو د بريدونو او چاودنو مرکز وي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button