پاموړ

محمد نبي BPL کې د ګډون په موخه بنګلادیش ته ولاړ

د کرکټ ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د بنګلادیش په غوره لیګ سیالیو BPL کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته ولاړ.

محمد نبي دا ځل د رنګپور رایډرز Rangpur Riders لخوا لوبیږي.

بي پي ایل نن د نومبر په ۲۲مه د یکشنې په ورځ پیل شو چې د دسمبر تر ۱۵مې پورې به دوام کوي. په دغه سیالیو کې ټولټال ۶ لوبډلې لوبیږي.

محمد نبي په ۲۰۱۳ز کال کې هم په دغو سیالیو کې برخه اخېستې وه. هغه مهال نوموړی د شایلیټ رویلز Sylhet Royals لخوا په ۳۰ زره ډالر اخېستل شوی و.

تر اوسه لا معلومه نه ده، چې دا ځل نبي د لوبو لپاره رنګپور رایډرز په څومره ډالرو رانیولی دی. خو د لوبغاړو لپاره څلور کټيګوریانې جوړې شوي او شاید نوموړی یو ځل بیا په څلورمه کټيګورۍ کې وي. لومړۍ کټيګوري لوبغاړي په ۷۰ زره ډالر، دوهمې کټیګوري په ۵۰ زره ډالر، درېیم په ۴۰زره ډالر او څلورم په ۳۰زره ډالرو اخېستل شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button