افغانستانراپورونهسلايډ

مجیب الرحمان انصاري: هرات کې د شرعي حدودو جاري کیدو اعلان وکړ

د هرات د ګازګاه جامع جومات ملاامام په دغه ښار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مرکز په ادرس ځينې پیغامونه خپاره کړي دي.

د دغه جومات خطیب محیب الرحمان انصاري له دې مخکې هم خپلو پلویانو ته ویلي دي که چېرې بې حجابي او یا هم د شرعې پرخلاف کار وویني له دې پرته چې د حکومت په تمه پاتې شي په خپله باید لاس په کار شي او شرعي حدود جاري کړي.
دغې اداره له دې مخکې د هرات د جامع جومات کلتوري څانکه وه خو د هرات د جامع جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري لخوا د ګازرګاه شریف د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په نوم نومول شوې ده.
د هرات ځينې شیعه مدنی فعالان د مولوي مجیب الرحمان دا کار پارونکی ګڼي او وايي چې هغه په هرات کې د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د هرات اوسېدونکې سیما قتالي په دې اړه وايي:«دا د هغوی له شخصي علایقو سره ګډ دي، هغوی راځي او خپل شخصي علایق په یوه چوګاټ کې راوړي او بیانوي.»
بلخوا د بشري حقونو او د رسنیو د برخو فعالان د دغه مولوي د څرګندونې د اندېښنې وړ ګڼي.
د بشري حقونو فعاله بهناز جاهد په دې اړه وايي:«دا کړنه کولای شي چې په مدني خوځښتونو منفي اغېزه ولري، توپیر نه کوي چې دا خوځښتونه د سړیو او که ښځو له لوري وشي.»
د رسنیو برخې فعال حامد مومن هم زیاتوي:«دا هېواد واکمني لري دا هېواد قانون لري، او که چېرې د دین عالم د ټولنېز، غیر اسلامي او غیر انساني وضعیت په اړه اندېښمن دی حکومت ته دې راجع کړي او حکومت پر حکومت دې فشار راوړي.»
خو دغه پيغامونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو ځينې کارونکو لیکلي چې مولوي انصاري د هرات په شمال کې ځان ته حکومت جوړ کړی دی.
مدني فعال جواد عمید وویل:«د دغو بحثونو مطرح کول په خپله دیني افراطیت دی او له بده مرغه له هغو تنګ دیني لیدلورو اخیستل شوي دي.»
د مولوي مجیب الرحمان انصاري احساساتي ویناوې په پلویانو کې یې د نوموړي محبوبیت زیاتوي.
هغه په خپله وینا کې وايي:«دلته د خواجه انصار په سیمه کې له نننه ان شاءالله د الله قوانین باذن رحمان جاري دي.»
خو د حج او اوقافو وزارت وايي د مولوي حبیب الرحمان انصاري دغه دیني تبلیغات له دغه وزارت سره په همغږۍ نه دي شوي او کړنې یې ددې وزارت د تګلارې پرخلاف دي.
د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول فضل محمد حسیني په دې اړه وايي:«د مولوي مجیب الرحمان انصاري بیانونه د دین له نیکو ارشاداتو سره په ټکر کې دي چې اسلام تل د هغو ارشاداتو پر بنسټ ویلي چې وعظ وشي.»
د دغو نیوکو په اړه د مولوي مجیب الرحمان انصاري او هغه ته د نږدې کسانو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.
مولوي مجیب الرحمان انصاري په عربستان کې دیني زده کړې پای ته رسولي، هغه په هرات کې د انصار په نوم راډیو مسوول هم دی چې په منظمه توګه یې ویناوې خپروي.

ورته مطالب

Back to top button