افغانستانسلايډ

مجاهد: پر بهرنیانو برید د ملا اخترمحمدمنصور غچ و

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل د ننني سهار برید د طالبانو د پخواني مشر، ملا اختر محمد منصور د په نښه کولو غچ وباله. منصور په مۍ میاشت کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امریکايي ډرون بریدګرو له خوا په نښه شو.
د منصور له په نښو کېدو او د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو راهیسې په کابل کې ښار کې دا لومړنی خونړی برید دی چې د بهرنیان په نښه کوي. د برید غږ د کابل څلورو خواوو کې تر لرې واټنونو ښاریان راويښ کړل.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې وايي چې له چاودنې وروسته په وسلو سنبال بریدګر یې نارټ ګېټ مېلمستون ته ننوتي او «تر اوو ساعتونو پورې يې جګړه کړې». مجاهد ادعا کوي چې په مېلمستون کې مېشتو بهرنیانو زیاته برخه یې وژلي او ټپي کړي دي.
ذبیح الله مجاهد څلور تنه بریدګر محمد انبیا د کندهار، شمس الله د هلمند او عبدالرشید او نعمت الله د زابل اوسېدونکي ښيي. مجاهد زیاتوي چې بریدګر یې له چاودنې وروسته د مېلمستون په خونو کې ګڼ کسان وژلي.
افغان حکومت د چاودنې تلفات یوازې طالب بریدګر ګڼي او د بهرنیانو ټپي کېدل مني.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button