پاموړ

مایکروسافټ نور له انټرنیټ ایکسپلورر څخه ملاتړ نه کوي

مایکروسافټ کمپنۍ تیره ورځ اعلان وکړ چې له دې وروسته به د انټرنیټ ایکسپلورر له مختلفو ورژنونو څخه ملاتړ نه کوي او کاروونکي باید د دغې براوزر نوی ورژن ښکته کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ د جنوري د میاشتې په ۱۲مه اعلان وکړ چې له دې وروسته به د انټرنیټ ایکسپلورر تقریبا ټولو ورژنو لکه ۸، ۹ او ۱۰ څخه ملاتړ ته د پای ټکی ایږدي.

د مایکروسافټ د کمپنۍ له ملاتړ څخه وروسته د انټرنیټ ایکسپلورر د پخوانیو ورژنونو کاروونکي د پر لیکه خطرونو سره به لاس او ګریوان شي.

مایکروسافټ کمپنۍ اعلان وکړ چې د انټرنیټ ایکسپلورر د پخوانیو ورژنونو کاروونکي یا باید د دغې براوزر وروستۍ ورژن یعنی ۱۱ خپلو سیسټمونو ته ښکته کړي او یا هم د دغې کمپنۍ وروستۍ براوزر چې ایج نومول شي او یو محفوظ براوزر دی ښکته کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د انټرنیټ ایکسپلورر براوزر یوازې ۱۱م ورژن به اپډیټ کیږي او کاروونکي به يي له امنیتي ګواښ سره مخ نه وي. د انټرنیټ ایکسپلورر یوازې یاد شوی ورژن به د وینډوز ۷، وینډوز ۸ او وینډوز ۱۰ تخنیکی ملاتړ له ځانه سره ولري.

اوس هم په نړۍ کې په میلیونونه کسان د انټرنیټ ایکسپلورر پخواني ورژنونه کاروي چې د مایکروسافټ له ملاتړ څخه پرته به د هیکران د حملو ښکار شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button