افغانستانسلايډ

ماليې وزير: جگړه اوږده ده، نړيوال دې مرستې جاري وساتي

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي له نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې روانه جگړه کې د ملي يووالی حکومت د ملاتړ لپاره دې خپلې مرستې جاري وساتي.

طلوع نيوز خبر ورکوي، چې ښاغلي حکيمي کابل کې د مرسته کوونکو هېوادونو د همغږۍ او څار غونډه کې زیاته کړه، چې د افغانستان د دښمنانو د له منځه وړلو او ځپلو لپاره نړيوالې مرستې يوه اړتيا ده چې بايد روانې وي. دغه غونډه په هرو شپږو مياشتو کې يو ځل کېږي.

د هغه په وينا هېواد کې د جگړې درېدل ډېر لرې برېښي. «حقيقت کې موږ ډېره لار وهلې ده خو لا هم د جگړې پای ډېر لرې ښکاري، افغانستان د خپل او نړۍ دښمنانو د نابودولو لپاره نړيوالو مرستو ته اړ دی».

ښاغلي حکيمي څرگنده کړه: «د اقتصادي، ټولنيزو او سياسي ننگونو د ځواب لپاره افغانستان د نړيوالې ټولنې لاسنيوي ته اړ دی، څو د اقتصادي پرمختگ او سياسي اصلاحاتو ډاډ ورکړي او يو په خپلو پښو ولاړ او سوله‌ييز هېواد شي».

غونډه کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير مرستيال سټيف بانډي ډاډ ورکړ، چې نړيواله ټولنه به افغانستان يوازې پرېنږدي. خو هغه په دولتي ادارو کې د فساد شتون يو ستر گواښ ياد کړ.

هغه وويل: «روان کال د افغان امنيتي ځواکونو لپاره سخت کال و، سره له دې چې دې ځواکونو جگړو کې ډېر تلفات ورکړل، خو دښمن يې خپلې موخې ته رسېدو ته پرېنښود».

ياده غونډه کې همدا راز د ملي يووالي حکومت پر نورو لاسته راوړنو او د نړيوالې ټولنې په مرستو خبرې وشوې.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button