افغانستانخبرونه

هلمند: چورلکې لوېدو پېښه کې گڼ امريکايي پوځيان وژل شوي

د هېواد سويل هلمند مارجه ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو چورلکه راپرېوتې، چې له امله يې گڼو امريکايانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
ان بي سي امريکايي تلويزون د دفاع وزارت چارواکو له قوله وايي، چې نسکوره شوې چورلکه کې يو سرتېری وژل شوی او دوه ټپيان دي.
ځينې غربي رسنيو د نوم نه ښودلو په شرط د پټاګون چارواکو له قوله ليکلي، چې چورلکه کې شپاړس سرتيري سپاره وو او ټول وژل شوي دي.
د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې کېدای شي نسکوره شوې امريکايي چورلکه د مخالفينو په بريد کې ويشتل شوي وي.
مارجه هغه ولسوالۍ ده، چې له تېرو څو مياشتو د طالبانو په لاس کې ده او افغان ځواکونه د بهرنيو پوځيانو په ملاتړ هڅه کوي، چې دغه ولسوالۍ له طالبانو پاکه کړي.
تېره ورځ هم د لوگر محمد اغه کې د ملي اردو يوه نظامي چورلکه د پوځي تمرين پر مهال نسکوره شوې وه، چې له امله يې درې پوځيان وژل شوي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button