سلايډنظر او تحلیل

لږ فکري اړخ ….! / اسامه جوهري

په افغانستان کې وس مهال د ښځو لپاره 29 انجيوګانې يا شخصي مؤسسات کار کوي ، په دې کې د امريکا ، فرانس ، برطانيې او جرمني مؤسسات شامل دي ، حکومتي کچه باندې له دې هم زياتې دي ،
دا مؤسسات ظاهرا شخصي دي البته تر شاه يې حکومتونه ولاړ دي ، په مختلفو ولايتونو کې په پراخه کچه فعاليت کوي ، هره مؤسسه په ميليونونو ډالرو باندې بوديجه لري ( هغه بيله خبره ده چې د دوئ کار د ښځو لباس پورې تړل شوی وي خو د طورخم او چمن په دروازه زرګونو مريضو خويندو ميندو ته د دوئ نظر کله هم نه ور اوړي )
ګوره ! زه تاته يو خبر وکړم !
دا مؤسساتو والا ليوني نه دي چې د يو چا د کور دروازه وټکوي او جينس پتلون ورکړي چې دا واغوندئ ، بلکه د غرب دا طريقه ده چې هغوئ هر چېرې ځي نو اول د هغه خلکو ذهن مطالعه کوي بيا رفته رفته يو يو قدم نېږدې کېږي ، د دې مثال درکړم : په عربي ممالکو کې او ايران کې توره عبايا ( حجاب ) يو قانون دی ، اول غربي مؤسساتو دسې کار وکړو چې د دوئ په اندرون باندې يې کار وکړو ، اکثره ښځې يې د حجاب نه لاندې جينس او پتلون اچوي ، او لپاسه پرې تور حجاب …! ورپسې دوئ هلته دسې کار وکړو چې هماغه تورو حجابونو کې يې سټايلونه راويستل ، وس هلته هم دا حجاب لکه د واسکټ په څير يوازې په اوږو اچول شوی وي نور خير و خيريت وي ، او تير کال د دې فيشني حجابونو تجارت دوه سوه ملیارده ډالره ته رسېدلی وو ،
بل مثال : وس په پاکستان کې چونکه حجاب لازمي نه دی نو هلته د ښځو تحريکونه شروع شول چې موږ له سړيو آزادي غواړو ، هلته بعض ښځې د عربو نه يو قدم مخکې تللي ، شعار يې ډېر خندونکی وي ، بلکه درې کاله مخکې د کراچۍ په يو پوهنتون کې بعض ښځو مخصوص لباسونه ديوالونو پسې ځوړند کړل او بيا يې ويل چې دې کې څه خبره ده ؟ همدا راز هلته په رسنيو کې ښځې ويښتان لوڅ کار کوي ، د پاکستان نه هم يو قدم مخکې چې دې هغوئ بعض شرقي ممالک دي چې د هغې ځای ښځې د ليسبين ( د ښځو له ښځو سره واده ) لپاره مبارزه کوي ، نانځکو او حيواناتو سره واده لپاره يې سپېڅلي او د انسانيت مبارزه يې روانه کړې ، نو لنډه دا چې دا ټول هماغه يو مؤسسات دي چې په مختلفو هيوادونو کې د هغه ځای د خلکو د فکر مطابق يې مبارزه روانه کړې ،
په افغانستان کې بلکل په اولني پړاؤ کې دي ، اول غواړي چې چادري نه خبره سادر ته کړي ، بيا ورپسې فقط وړوکی پړونی او لاندې پتلونه ( لکه څنګه چې بعض ازاره حضراتي ليدلی شو لاندې به يې مضبوط جينس وي او پاس به يې پړونی هم کلک اغوستی وي )
بيا ورپسې پړونی غورځول هم شروع کېږي ،
ماته يو ملګري وويل چې زه د افغانستان يو تلويزيون ته د انټرويو لپاره لاړم ، کومې ښځې به چې انټرويو اخيستله هغې به بيا نورو وختونو کې له ما څخه په ديني بخش کې پوښتنې کولی ، وايي يوه ورځ ترې ما پوښتنه وکړه چې تاسې د خبرونو په وخت کې ولې دا نيم سر ښکاره کوئ ؟
وايي هغه راته ويل چې د مشرانو له طرفه امر دی کې څوک يې ونه کړي هغوئ له ادارې څخه شړل کېږي ،
همدا راز نور هم ډېر کارونه لکه بازارونو کې په فحش فيشن کې ښځې ګرځول ، فيشن سنټرونه جوړول ، د ښځو له کوره راويستل ، د غرب غلامو ښځو ته د امن خطابونه کول د دې مؤسساتو مقدسو فرائضو کې شامل دي .
وس چې هر کله موږ د غرب خلاف خبره کوو نو د بعض سيکولرانو نامعلومو مقاماتو ته ژور تکليف رسېږي ، کله وايې چې فلانکۍ منډۍ پسې خبرې نه کوې او دلته موږ ته لګيا يې …! عجيبه ده ….!! صحي ده دعوت په ټوله نړۍ کې لازم دی البته زه چې شروع له خپله کوره کوم نو تا ته ولې تکليف دی ؟
بعض وايې دا نورو مسايلو باندې ولې ليکل نه کوي ؟
عجيبه منطق …. !
ستا ماسره څه کار دی ؟ په دې مسايلو يې زه ليکم په هغه مسايلو يې ته وليکه ، تکړه شه صلاحيت پيدا کړه او که صلاحيت نه وي نو تيږه درنه ښه وي ،
دويمه دا چې موږ به هيڅ بدبختي لپاره غږ نه پورته کوو ؟ که غږ پورته کړو نو نورې بدبختئ به راته مخې ته کوئ ؟
خبره اصل کې دا ده والله چې زما د سيکولر مخلوقاتو باندې زړه درد کوي ، د دوئ اخري منطق دا شو چې شهوت پرستي ته پرمختګ وايې ، ما خو د دسې پرمختګ غوښتونکو په قطار کې کله هم اکيډميک انسان ونه ليد ، بلکه اکثره يې په مقناطيسي مرضونو کې اخته دي ،
فکر وکړئ چې له غرب څخه فحشاء څومره راغلی ، يعني د‌ فحشا لپاره څومره مؤسسات کار کوي او د سائنس لپاره څومره …..! بيا به پوهه شئ .
که دا حال وي نو دين به هم لاړشي او دنيا خو مو اسې هم شړشم کړه ….!
Tags
Back to top button