ادبسلايډ

ليکوال او شاعر حبيب الله زړه سواند ومړ

د پښتو ژبې شاعر او ليکوال حبيب الله زړه سواند نن سهار وفات شوی.

ارواښاد زړه سواند د عمرا خان زوی، د ننگرهار هسکې مينې ولسوالۍ گذرې په کلي کې زيږېدلی و، لومړنۍ زده کړې يې د سيمې په شپولې ښوونځي کې ترلاسه کړې وې، له شپږم ټولي وروسته يې تر دولسم پورې حربي ښوونځي لوستی، ۱۳۴۳ل کې له حربي ښوونځي فارغ شو او حربي پوهنتون کې شامل شو.

له حربي پوهنځي وروسته د لوړو زده کړو لپاره هند تللی و او بيا يې د چکسلواکيا له نړيوال پوهنتون څخه ژورنالېزم کې ليسانس وکړ.

اروښاد زړه سواند ۱۳۳۹ل راهيسې د هېواد فرهنگي حلقو او رسنيو کې ليکنې او شعرونه خپرول او شاوخوا پنځلس چاپ شوي او ناچاپه کتابونه لري.

د اروښاد جنازه به نن درې بجې جلال اباد ښار کې ادا کيږي.

د حبيب الله زړه سواند چاپ شوي اثار

لېونۍ د لنډو کيسو ټولگه
ننواتی د شعرونو غونډ
سپينه ډوډۍ (ژباړه)
ارمانونه (د شعرونو غونډ)
مرور ماښام (د شعرونو غونډ)
د گلانو سړی (ژباړه)
شعرونه او شوگيرونه (د شعرونو غونډ)
د ماشوم غږ (د شعرونو غونډ)
سپينه کوتره (د لنډو کيسو ټولگه)
تڼاکې (د شعرونو غونډ)
د سيند په غاړه (د شعرونو غونډ)
وينې پر گلاب وينی (د شعرونو غونډ)

٭ ناچاپ اثار
شاتو کې زهر (د لنډو کيسو ټولگه)
زه چې ماشوم وم (د ماشومانو لپاره انتباهي کيسې)
گل شو پاڼې پاڼې (د څلوريزو او غزلو ټولگه)

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button