پاموړ

ليلي / صفیه حلیم

د لاهور په ميوزيم کې د مهاراجا رنجيت سنګ سپين اس هم د نندارې لپاره ايښودل شوې دی. ليلي نومې دا اس د مهاراجا ډېر خوښ و او پخپله يې ويل چې د دې د ترلاسه کولو لپاره يې د ډېرو خلکو وينې توې شوي دي.
د ليلي اس خاوند د پيښور حاکم يار محمد بارکزی و. د پارس باچا فتح علي شاه قاچار غوښتل چې هغه عثماني خليفه محمود(دويم) ته ډالۍ کړي خو يار محمد دا اس چا ته نه ورکوو.
په ۱۸۲۳ م کې کله چې سيکانو پېښور ونيولو نو يار محمد د نذر په توګه مهاراجا ته ډېرې پېسې او اسونه ورډالۍ کړل. هغه ترې دومره خوشاله شو چې ځان له خوا يې د پېښور حاکم وټاکلو.
رنجيت سنګه خبر و چې يار محمد ليلي نومې اس د خپل ځان لپاره بختور ګڼلو. هغه خپل مشاور فقيرعزيز الدين پېښور ته ورواستوه چې يار محمد نه اس واخلي. خو هغه ځواب ورکړو چې په تېر جنګ کې ليلي وژل شوې و. سيک راجا په يار محمد باور نه لرلو او په ۱۸۲۶ م کې يې يو لښکر د سردار بدهه سنګ او جنرل وينچورا په مشرۍ پېښور ته ولېږلو چې اس ورته راوړي. هغه امر کړی و چې د انکار په حالت کې يار محمد دې مړ کړي. خو بارکزی حاکم د لښکر د راتلو نه وړاندې غرونو ته وتښتېدو او بدهه سنګه تش لاس بېرته لاهور ته لاړو.
په درېیم وارې رنجيت سنګ خپل زوی کهړک سنګ ورواستوه. هغه لښکر اته مياشتې پېښور محاصره او په خلکو يې ډوډۍ بنده کړه. پوځيانو به تيار فصلونو ته اور واچوو، کورونه به يې چور کړل او ځوانې جينکۍ به يې وتښتولې.
اخر د يار محمد ورور سلطان محمد (طلایي) يوه بله اسپه “شيرين” ۲۵ اسونه، سل منه وريژې، د يار محمد ۱۲ کلن زوی محمد حسن خان د يرغمل په توګه او نور سوغاتونه رنجيت سنګ ته واستول.
د راجا په دربار کې يو انګريز ډاکټر “مرې” ليکي، “راجا راته وويل چې باورمې نه دی چې اس مړ دی ځکه يار محمد په شان لوی دروغژن هغه په ژوند کې نه دی ليدلی. بيا يې وويل، هغه څومره کمعقل دی چې اس نه راکوي او زوی يې را واستوه. اس ورته د خپل زوی نه زيات ګران و. ”
پېښور اوس پرلپسې د سيکانو تر حملو لاندې و او اخر بارکزي راټول شول، په قران يې قسم وخوړو چې ليلي نومی اس مړ دی. هر چا په يوې لوظنامې د دې قسم د خوړلو ټاپې ولګولې او رنجيت سنګ دربار ته يې واستوه. خو رنجيت سنګ بيا هم په دې باور و چې اس ژوندی و او بارکزیو ورته د دروغو لوظنامه استولې وه.
په ۱۸۲۹ م کې کله چې شهزاده شير سنګ، د سيد احمد بريلوي د جهاد مقابلې ته پېښور ته ورسېدو نو خبر شو چې ليلي ژوندی او يار محمد سره و. هماغه وه چې رنجيت سنګ په ۱۸۳۰ م کې يو بل لښکر د خپل اطالوي جنرل وينچورا په مشرۍ روان کړو. يار محمد په جنګ کې ووژل شو او د ده ورور سلطان محمد خان يې د پېښور حاکم وټاکلو خو تر هغې يې په کور کې بندي ساتلی و تر څو جنرل وينچورا ليلي اس ترينه واخيستو.
په لاهور کې د دې اس لپاره د سرو او سپينوزرو ساز جوړ شو او د سرو زرو کړې يې ورته په پښو کړې.
يو انګريز ليکي چې د سپين رنګ ليلي اس په ټول مرکزي ايشيا کې نوم لرلو چې په ۱۸۳۵ م کې د ۱۳ کالو و. ۱۶ لاسه لوړ او هم دومره اوږد دا اس ډېر ښکلی و. رنجيت سنګ به اروپایي استاځو ته غورې کولې چې دا اس د يو ملک (پېښور) په بيه ورته تمام شو چې هغه وخت يې شپږ ميليونه روپۍ عايد و. کله به يې ويل چې د ليلي د تر لاسه کولو لپاره يې خپل ۱۲ زره پوځيان قرباني کړي وو. په ۱۸۳۱ م کې لارډ ويليم بينټينک ته يې ليلي ډېر په وياړ ښکاره کړو. هغه ليکي چې ليلي اس خړ بخن سپين او پښې يې تورې وې. ځينې اروپايان په دې نظر دي چې هغه اصل ليلي نه وه. په دې چې ليلي ښځينه نوم دی او مانا يې شپه يا تور رنګ وي. خو رنجيت سنګ او وينچورا دواړه ډاډه وو چې هم هغه اس ليلي او د نامتو الماس کوه نور په شان د خپل کرامت له کبله مشهور و. اس چې مړ شو نو د دې څرمنه يې ډکه کړه او د تبرک په شان يې ساتلی و. انګريزانو ليلي په لاهور ميوزيم کې نندارې لپاره کېښودو. اوس څو کاله وشول چې د ميوزيم په هغې المارۍ کې يو مرجوڼا اس ولاړ ښکاري. داسې ښايي چې باچاهۍ ته ليواله د ړندو عقيدو خاوند به ځان سره د تبرک لپاره ساتلی وي.
سرچينې
۱.د مهاراجه رنجيت سنګ دربار او کيمپ، لارډ ويليم ګوډولفن اوزبورن.۱۸۴۰م – د اکسفورډ يونيورسټي پريس کراچي له خوا په ۱۹۷۳ م کې بيا چاپ.
۲.پنجاب يو خپلواکه ملک. ګلشن لال چوپړه، ۲۸۱ او ۳۰۴ مخ-
۳.رنجيت سنګ ليپل ګريفن، ۱۹۰۵ م اکسفورډ- ۱۰۲ نه تر ۱۰۴ مخ

صفيه حليم له بلاگ څخه

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button