افغانستانسلايډ

لوگر: طالبانو پر څرخ ولسوالۍ ډله‌ييز بريد کړی

وسله والو طالبانو نن سهار پنځه بجې د لوگر ولايت پر څرخ ولسوالۍ ډله‌ييز بريد کړی، چې مرگ ژوبله يې پېښه کړې ده.

د لوگر د والي وياند سليم صالح پژواک سره خبرو کې ويلي، چې سيمې ته يې تازه دمي ځواکونه استولي دي او د طالبانو بريد به ژر په شا وتنبول شي.

نوموړی وايي، چې دې بريد کې تر دې دمه شپږ وسله وال وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي. هغه زياتوي چې جگړه لا هم روانه ده او د ولسوالۍ ودانۍ ته زيان اوښتی دی.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال بيا وايي، چې طالبانو لومړی د ولسوالۍ پر ودانۍ يوه موټربم چاودنه کړې او سمدستي يې ورپسې جگړه پيل کړه.

وسله والو طالبانو د دې جگړې پخلی کړی او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې جگړه کې يې د څرخ د امنيه قوماندان په گډون يو څلوېښت تنه امنيتي سرتېري وژلي دي. طالبانو جگړه کې خپل تلفات رد کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button