افغانستانسلايډ

لويه څارنوالي: د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې

د افغانستان لويې څارنوالۍ څرگنده کړې ده، چې د پخوا په پرتله سږ کال هېواد کې د جنايي جرمونه کچه لوړه شوې ده.
لوی څارنوال فريد حميدي پرون کابل کې يوې غونډې ته خبرو کې وويل، چې دولتي ادارو او په ځانگړي ډول عدلي او قضايي ارگانونو کې پراخ فساد، بې امنيتي او د زورواکانو له لوري د قانون د عملي کېدو مخنيوی هغه څه دي، چې د جنايي جرمونو کچه يې لوړه کړې ده.
نوموړي وويل، د قانون حاکميت، د عدالت ټينگښت او له اداري فساد او جرمونو سره مبارزه يې لهلومړيتوبونو څخه دي، ځکه عدالت او قانون پلي کول تر ټولو ډېر د فساد ښکار دي.
د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان بېلابېلو ولايتونو کې وژنې، سړي تښتونې، غلاوې، غصبونه او نور جرمونه خورا ډېر شوي دي چې خلک ترې تنگ ته راغلي دي.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې له راپور سره سم تېره مياشت هېواد کې له دېرشو ډېر سوداگر تښتول شوي، چې له امله يې نور سوداگر ځان خوندي نه بولي.
بل لور ته بيا بيا له راپورنو څرگنده شوې، چې تر ډېره پوليس هم له مجرمينو سره شريک او په ډېری جرمونو کې ککړ دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button