سلايډکتابونهنظر او تحلیل

له کلابندۍ لاندې ښار (۳)

له کلابندۍ لاندې ښار (۳)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع‌الله ایلم

په اوسلو کې زما وروستۍ شپې په چوپه چوپتیا تېرېدې، خو دا احساس راسره و چې زه به یو ځل بیا له خپلې کورنۍ جلا کېږم.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر څخه ما ته وروستۍ ارزونې رسېدلې. دوی په کابل کې زما د راتګ لپاره په تیاریو بوخت وو. له دوی څخه تر لاسه شوې ارزونې هڅوونکې نه وې، کېدای شي زما په هغې الوتکې چې ما له دوبۍ څخه کابل ته رسوي، د کوزیدو پر مهال راکټي برید وشي؛ کېدای شي له الوتکې تر ټرمینل پورې په لاره د غلچکي ویشتونکي ښکار شم، کېدای شي په کابل کې د نوي اقامتګاه پورې په لاره کې د سرک د غاړې بم راباند والوځي. د هرې شېبې ارزونه له ګواښه ډکه وه. زه خبر وم چې رسنۍ زما د ګومارنې او په اړه یې له ټولو جنجالونو خبرې وې.

په پلازمېنه کې امنیتي وضعیت له هغې پېښې را وروسته چې په سرینا کې را منځته شوې وه ډېر کاواکه و، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې هم یو څه مبالغه راته تر سترګو شوه او لامل یې دا و چې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازو نه غوښتل چې د پړې ګوته ورته ونیول شي، په پای کې د خطر ارزونه بدله او زما د تګ پلان هم تغیر ومونده.

د مارچ پر ۲۸مه نېټه، ما له دوبۍ څخه د کابل پر لور د ملګرو ملتونو په وړې الوتکې کې پرواز وکړ. دغې الوتکې ته په دوبۍ کې د ختلو او په کابل کې د کوزېدلو پر مهال سخت وځورولم. د دغې الوتکې په ځورونې کې دغه راز نغښتی و چې په کابل کې زما سیاسي ماموریت به له کړاوونو څخه ډک وي.

په هوایي ډګر کې مې لومړنۍ ناسته له رسنیو سره وه. دوی سره په خبرو کې ما ټینګار کاوه چې زه د افغانانو د خدمت لپاره راغلی یم، دا زما لپاره مهمه ده چې د دوی د مذهب، کلتور او تاریخ درناوی وکړم. دا یوازې تشې خبرې نه وې. ملګري ملتونه له ۱۹۴۰ز راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او تر هغې به په دې هېواد کې وي، څو د دې هیواد وګړي یې نور مرستو ته اړتیا ونه لري.

ملګري ملتونه افغانستان ته په ۲۰۰۱ز کې د سپټمبر د پېښې د رامنځ ته کېدلو له کبله نه دي راغلي او نه به هم له دې هېواده هغه مهال ووځي چې دلته له ترهګرۍ سره جګړه پای ته ورسیږي. دا زما لپاره مهمه وه چې دا ثابته کړم چې ملګري ملتونه له ټولو هغو نړیوالو ادارو سره توپېر لري چې د القاعدې د برید په پایله کې افغانستان ته راغلي دي. د ملګرو ملتونو ماموریت د افغان حکومت او امنیت شورا په خوښې پورې تړلی دی. ځکه خو ملګري ملتونو ته ښايي چې له نورو ادارو سره یې چلند جلا وي او د اړتیا پر مهال خپلواک دریځ راخپل کړي. تاریخ، مذهب او کلتور مې ځکه یاد کړل چې په دې هېواد کې د نړیوالې ټولنې استازو له خپلو صلاحیتونو او مسؤولیتونو پورته کړنې تر سره کړې دي. له افغانانو پرته بل داسې ملت نشې پیدا کولای چې د باندنۍ مداخلې په اړه دومره حساس وي څومره چې دوی دي او په ورته وخت کې دوی د خپلو ویاړونو په اړه خورا حساس خلک دي.

په هوايي ډګر کې له لنډو خبرو وروسته د موټرو کاروان خپل راتلونکي استوګنځي ته بدرګه کړم. له میدانه چې راووتم او له مسعود څلورلاري تېرېدم، په لار کې مې پر هغو ورکشاپونو چې له کانتینرونو او اوسپنې جوړ شوي وو، سترګې ولګېدې.

پر دې سربېره د هوايي ډګر په یو کیلومترۍ کې مې واړه کورونه ولیدل. د امریکا له پیاوړي سفارت چې د یوه جنګي محاذ شکل یې خپل کړی و، تېر او سیده وزیر اکبر خان مېنې ته، چې خوندي سیمه ګڼل کیږي او ډير سفارتونه او نړیوالې ادارې پکې دي، ورسېدم. پر ټوله لار زما موټروان او رومانوي ساتونکي چوپ وو. وروسته له دې له چوپتيا سره اموخته شوم او هغه مهال به لا پسې زیاته شوه چې کله به هوایي ډګر ته پر لار وم، په ځانګړې توګه هغه مهال چې فشارونو او تشویشونو به ورپسې اخیستی وم.

وروستی کمر بند زموږ له رارسېدو وړاندې د تلاشۍ پوستې درلودې، بم پلټونکي سپي ځای پر ځای شوي وو؛ پولیس هره خوا لیدل کېدل. له هوايي ډګر تر دې ځایه مسافه پنځلس دقیقې وه. له کمربند تېر او کیڼ اړخ ته د پنځلسمې کوڅې په لوري وګرځېدو او سیده اوومې ماڼۍ ته ورننوتم او ګردې دروازې راپسې بندې شوې. زه اوس په هغه کور کې وم چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به زما استوګنځی وي. د دې ماڼۍ ځمکه د شاهي کورنۍ وه او وروستي پاچا کوم شهزاده ته بښلې وه چې وروسته بیا طالبانو تر لاسه کړې وه. د دوی د حکومت له ړنګېدو وروسته، افغان حکومت په ۲۰۰۲ز کې لخدر ابراهیمي ته د استوګنې لپاره ورکړې وه. د ابراهیمي د ماموریت له بشپړېدو څخه وروسته به افغان حکومت دغه ودانۍ تل د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خدمت کې ورکوله. د اورېدو له مخې د دې ودانۍ تلخونه طالبانو د خلکو د ځورونې او شکنجې لپاره کاروله، خو اوسمهال دا تلخونه زما د نږدې دوولسو تنو ساتونکو د اوسېدو ځای و. د ودانۍ تاریخ له درد ډک دی، خو ځای يې ډېر وړ دی، ځکه له همدې ځایه زما د فتر ته څو دقیقې لار ده. ارګ، کلیدي وزارتونه، د کاناډا او انګلستان سفارتونه نږدې ټول زما ګاونډیان وو. ودانۍ که څه هم ښکلی بڼ او د تازه هوا لپاره یې ښه ځای درلود، خو له شخصي ژوند سره د خدای پامانۍ پر مانا وه.

په لومړي پوړ کې یوه یخه انتظار خونه او د مختلفې کچې د لیدنو کتنو نورې خونې وې، دویم هغه کې زما او د ساتونکو خونې وې او یوه مناسبه د فټنس (FITNESS) ساحه وه. دیوالونه او سالونونه له یوې مخې خالي وو. یوه نارویژي خبریال هغه مهال په خپلو تفصیلاتو کې لیکلي وو چې یوازې زما د ښځې انځور له دې ودانۍ کور جوړ کړی و.

د وخت په تېرېدو ودانۍ ښه شوه. افغاني قالینې او نور څیزونه ورته راوړل شول، له رومانیایي ساتونکو مننه چې بڼ ته یې طاووس، چرګان، شمشتۍ او دوې پیشکې راوړې. د کور واکمن شیر کاکا، د زمري تره ـ له ۱۹۸۰ز راهیسې په کابل کې د ملګرو ملتونو لخوا ګومارل شوی و. نوموړي د کورنیو جګړو طالبانو د واکمنۍ پر مهال همدلته خپله دنده تر سره کوله. دا شپېته کلن بوډا د پنجشیر و. د وزیرانو په ګډون، ټول هغه کسان چې زما لیدنې ته به راتلل، له ده سره یې ښه چلند کاوه. د نورو په پرتله کاکا زما په مزاج ډېر ښه پوهېده. د نوموړي ورځنۍ کړنې سره ورته وې. هره ورځ به یې ټول کور کې چکر واهه، بیا به پر بایسکل سپور شو او ویل به يې: «سبا به له خیره ګورو، ان شاءالله.» په داسې یو ښار کې چې هر څه پکې هر وخت پېښیدلای شي، دا کلیمه یوه ځانګړې مانا لري.

کرزي ما ته د درناوي پر ځای کولو په موخه د لیدو غوښتنه وکړه. له ټولو امنیتي خنډونو څخه په تېریدو، زما موټرونه زاړه ارګ ته چې پخوانیو پاچایانو پکې وخت تېر کړی و، ورننوتل.

ملاقات کوونکي باید د کوچنۍ او وروستۍ پټۍ پر لور روان شي او په کیڼ اړخ کې له مسجد څخه چې ښي لور ته یې د پرېډ میدان پروت دی، تېر او بیا د ولسمشر دفتر ته ننوځي. په زینو کې د الله عزوجل نوم پر ۹۹ بېلابېلو ډولونو په طلایي خط چې تور شالید لري، لیکل شوی دی. په افغانستان کې زما د دوه کلنې استوګنې پر مهال چې زه به کله هم ارګ ته راتلم، وړاندې له دې چې په زینو کې پورته شم، دلته به د درناوي په دود ورو ورو پورته کېدم.

ولسمشر چې دودیزه شنه چپن یې اغوستې وه، زما لور ته را روان شو او ویل یې: «د تقدیر کارو ته ګوره»، «د الله کارونه دي»، خندل یې. موږ دواړو د هغې غرمنۍ په اړه خبرې کولې چې دوه نیمې میاشتې وړاندې مو د ناروې له بهرنیو چارو وزیر سره په ارګ کې خوړلې وه. ولسمشر دېرې تېزې خبرې کولې او تا به داسې انګیرله چې ځانګړی تحرک او انګېزه دربښي. هغه زما د سفر، کورنۍ او لومړنیو تاثراتو په اړه پوښتل. دا ډول خبرې له معمولي دودیز حالت سره په توپیر کې وې. د ده مېلمه پالنه او کنجکاوي د ده د شخصیت او افغانیتوب ځانګړنې برابروي.

په تېرې جنورۍ کې، د سرینا هوټل تر برید لاندې راغی. له دې وروسته زموږ دریځ د همدې پېښې د پایلو پر بنسټ رامنځته شو. دا به له امکانه لېرې نه وي چې پاکستان طالب وسله والو، حقاني ډلې ته چې جنګیالي یې په افغانستان کې جنګیږي، مرسته نه کوي، ځکه دوی په پاکستان کې د بل هر ځای په پرتله ډېر خوندي دي.

کرزی په غوسه و، ځکه د ده او د جنرال پرویز مشرف تر منځ هغه مهال یو څه تلخ کلامي شوې وه. ولسمشر ځینې نور تشویشونه هم درلودل، لکه په راتلونکو میاشتو کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزه. ځکه د وچکالۍ له کبله د حاصلاتو مزه نه وه او له بلې خوا د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي وو. په پای کې ده یوه بله په زړه پورې موضوع راپورته کړه او هغه له طالبانو سره د سیاسي حل خبره وه. د ستونزې د حل په موخه چې ده ورته اشاره وکړه، هغه د خبرو اترو د تګلارې لپاره د پام وړ ملاتړ تر لاسه کول وو.  ما ورته ډاډ ورکړ او زیاته مې کړه چې زه به یوازې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده نه تر سره کوم، هڅه به وکړم چې نړیوالې ټولنې ته به افغانان او افغان ادارې په ښه او غوره ډول وروپېژنم. کرزي زما دغه خبره ډېره خوښه شوه او له ما څخه یې مننه وکړه. ما نوموړي ته د بانکي مون هغه وروستۍ خبره چې د نيویارک له پرېښودو مخکې یې را ته کړې وه، هم ور یاده کړه. کرزی د دې خبرې په اورېدو لا زیات خوښ شو او وعده یې راکړه چې هر ډول مرسته چې زما ورته اړتیا پیښیږي، تر سره کوي به  يې. کرزی تر اخره په خپلې دې خبرې ولاړ پاتې شو.

له دې وروسته مې له وزیرانو او سلا کارانو سره لیده کاته پیل شول. په دې لړ کې مې د ملي شورا له مشرانو هر یو صبغت الله مجددي، د مشرانو جرګې رئیس او یونس قانوني، د ولسي جرګې رئیس سره لیده کاته وشول.  اتیا کلن مجددي په خټه پښتون دی. د جهاد پر مهال د کرزي لارښود پاتې شوی او د منځلاري سیاستوال په توګه تل د درناوي وړ کس بلل کیږي. یونس قانوني په خټه تاجک دی. د شمالي ټلوالې له مخکښانو څخه شمېرل کیږي. د بن له غونډې راوروسته، په ۲۰۰۱ز کې د کورنیو چارو وزیر شو چې وروسته بیا د ۲۰۰۴ز کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د کرزي له سیالو کاندیدانو څخه یو و. قانوني د مجاهدینو د افسانوي قومندان احمد شاه مسعود چې د سپټمبر له پېښو دوه ورځې وړاندې د القاعده لخوا ووژل شو، خورا نږدې کس ګڼل کېده.

ما د افغانانو د دود په اړه خپله لومړنۍ تېروتنه هغه مهال وکړه کله چې قانوني له ما سره د لیدو په موخه زما استوګنځي ته د راتګ غوښتنه وکړه. ما له ځان سره وویل، دا به ناسمه وي چې هغه زما استوګنځي ته چې د کابل په بل اړخ کې پروت دی، راشي. که سپینه یې ووایم زما نه غوښتل چې د هغه ډېر وخت ضایع شي او دا زما لپاره کومه ستونزه نه وه چې زه دې د هغه دفتر ته ورشم.

کله چې موټر کې سپور شوم، ژباړن راته وویل: «قانوني غوښتل چې ستاسې د درناوي په موخه ستاسې استوګنځي ته راشي. باید د هغه غوښتنه منلې وای. زما کار د یو نارویژي د مدیریت له مثمریت (ایفیشنسۍ) څخه پرته بل کار نه و، خو څه خبر وم چې دغه ایفیشنسي به مې له افغان دود سره په ټکر کې واقع کیږي. ژباړن سمه ارزونه کړې وه.

په هغو کسانو کې چې ما ورسره ولیدل، داسې کسان وو چې ما وار له مخه پېژندل، لکه د بهرنیو چارو وزیر رنګین سپنتا، د سیاسي علومو استاد، د بشر د حقوقو ملاتړی او د جرمني د شنه ګوند پخوانی غړی؛ د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ، د مجاهدینو جنګیالی او داسې یو کس چې له پیله مې داسې انګیرله چې باید باور پرې وکړم. حنیف اتمر، د پوهنې وزیر، تېز ذهن لرونکی شخص چې راډیکال ګوندي شالید یې درلود او د ناروې د نادولتي مؤسسې باتجربه مامور پاتې شوی و؛ زلمی رسول د ملي امنیت سلاکار، د ارام خوی درلودونکی کس چې خپلې لوړې زده کړې یې د طب په برخه کې په فرانسه کې تر سره کړې دي چې وروسته بیا د بهرنیو چارو وزیر هم شو. رسول داسې یو کس و چې په افغان مشرتابه کې له ده پرته بل داسې زیرک او هوښیار څوک په سترګو رانغی. ټولو دغو کسانو ورته اندېښنې درلودې. د اوو کلونو په تېرېدو سره اوس هغه وخت را رسېدلی و چې افغانانو ته د افغانستان د آبادۍ واک ورکړل شوی وای. افغان دولت ته باید د مسؤول نهاد په سترګه کتل شوي وای. اوسمهال د بهرنیانو واک د افغانانو په منځ کې خپګان او خواشیني را منځته کړې وه او د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې مشروعیت بې تر پوښتنې لاندې راوستی و. غوښتل مې چې د پېژندګلوۍ پړاو را لنډ کړم، ما ټول سفیران او د نړیوالې ټولنې استازي د اووم قصر لوی تالار ته راوبلل. له غونډې وړاندې د یو وتلي هېواد یو لوړ پوړي استازي زه یوې غاړې ته کړم. راته یې وویل: «کولای شې په خپل دفتر کې زموږ د هیواد یو مشر استخباراتي مامور ځای پر ځای کړی؟ زه وار له مخه د ټیلفوني اړیکو د ټینګولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وم. کله خو به اړیکه پرې هم شوه. دا ځکه چې زه استخباراتو تر خپل جدي څار لاندې نیولی وم. په بوسنیا او هرزګونیا کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه د ناټو برتانوي قومندان راته اخطار راکړ چې د ناټو له قومندان سره زما د ټیلیفوني خبرو یو لیکلې کاپي پرته ده. مطلب دا چې زه د استخباراتو د څار په اړه مخکې هم خبر وم، خو دا چې زه د ملګرو ملتونو د دفتر باندې د استخباراتو يو مامور ځای پر ځای کړم، زما لپاره د رسمي ماموریت پر مهال یو بې ساری وړاندیز و چې تر دې دمه راته شوی و.

په کابل کې د سفیرانو تر منځ، ځینې په ځانګړې توګه اغېزناک وو. د روسیې سفیر ضمیر کابلوف او د اروپايي ټولنې استازی فرانسس وینډریل خو وار له مخه په ۲۰۰۱ز کې د بن کنفرانس پر مهال د پاموړ او پیاوړی رول تر سره کړی و. فرانسس وینډریل چې له ۱۹۹۹ز څخه تر ۲۰۰۲ز پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، د بن کنفرانس له تنظیموونکو او معمارانو څخه یو و. د انګلستان سفیر شیراد د کوپر کولز د ټولو سفیرانو تر منځ تېز ذهن درلود او له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې باور یې درلود افغان جګړه سیاسي حل لري او بس. د امریکا سفیر ویلیم ووډ د کرزي له مهمو نړیوالو استازو څخه یو و چې زر را سره ملګری شو. د ده ملګرتیا هغه مهال مهمه شوه کله چې موږ غوښتل مهمو ستونزو ته په ګډه د حل لار راوباسو.

د یوناما او ملګرو ملتونو د کورنۍ په منځ کې زما راتګ ته د یو ډول هوساینې په سترګه کتل شول، خو د ځینو اندېښنې یې هم راپارولې وې. هوساینه ځکه وه چې ماموریت د شپږو اوونیو لپاره بې سرپرسته  و او په پډي آشډون باندې بحث لا نوره بې باوري هم رامنځته کړې وه. اندېښنې خو دا وې چې زما یوولس کلن شالید چې په بروکسل کې مې له ناټو سره کار کړی و، له ما سره مرسته نه شوه کولای. د ملګرو ملتونو ډېری کارکوونکي له نظامي مامورینو سره زما په اړیکو شکمن وو. ما وار له مخه له خپل مرستیال کریس الګزاندر سره څو ځلې لیدلي وو. نوموړی ملګرو ملتونو ته له راتګ وړاندې په افغانستان کې د کاناډا سفیر و او د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې خورا پیاوړې شبکه رامنځته کړې وه. کریس تل هڅه کوله چې په خورا سختو شرایطو کې داسې خبرې وکړي چې له هیلو ډکې وي.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

http://bit.ly/1RhUO6M

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button