د پرون کیسهسلايډ

له کرزي سره پېنځه نور کلونه

پېنځلسم څپرکی:

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د ژمي ډېره برخه مو د ټاکنو د نېټې د ټاکنې پر سر مخالفتونو او د نوملیکنې د پروسې پر ستونزو تېر کړ، خو د پردې تر شا یو بل بحث هم و، کرزي په دې وروستیو کې بیخي تعرضي دریځ راخپل کړی و. آیا موږ کولای شول، چې له ده سره په داسې حالت کې هم بله دوره تېره کړو؟ د نړېوالې ټولني ځینو استازو، هغو نوموتو افغانانو، چې کرزي ته نږدې وو په دې فکر کې وو، چې له مخالفته ډک نور پېنځه کاله به له ده سره څنګه تیروي؟ د حکومت او اصلي ملاتړ ترمنځ اندېښنې په پرلپسې توګه بل پړاو ته ننوتې. ښه به نه وي، چې کرزی واک پریږدي. ولسمشر ماته همداسې تشریح شوی و که چیرې د مخالفت مخنیوې کېده نو ده به کړی و، نوموړی داسې یو سیاستوال و، چې د مشورې او عامه توافق له مخې یې د پیښو داسې حل راویسته څنګه، چې یې له پلاره ـ د پښتنو د یوې مهمې قبیلې پوپلزیو مشرـ څخه زده کړی و. تر اوسه له کرزي سره زما ناستې له ځینو مخالفتونو پرته نورې ارامې او نیغې وې.

د ۲۰۰۸ز له مني څخه را په دی خوا، د ده لهجه بدله شوې وه. مخالفت به یې کاوه. هغه به په ناستو کې له ملاقات کوونکو خپلو سلاکارانو، د نړیوالې ټولنې استازو، ملاقات کوونکو نورو شخصیتونو سره بیخي جدي چلند کاوه. داسې ښکاریده، چې نور نو سړی غوږ نه نیسي. کله به، چې ما ورسره لیدنه درلوده نو مخکې له دې، چې زه خبرې خلاصې کړم نوموړی به له هر اړخه پر ما د برید لپاره چمتو و.

امریکایان او برتانویان یې اصلي موخې وې. انګلستان داسې سرتیري درلودل، چې باور کېده د افغانستان په څیر جګړو کې به ښه وځلیږي، نو دوی بیا ولې په هلمند کې بریالي نه شول؟ د برتانویانو له رارسیدو سره ولې وسله وال کمزوري نه، بلکې لا پسې پیاوړي شول؟ برتانیې د کوکنارو پر ضد د مبارزې مشري هم پر غاړه واخیسته، خو دا کښت د کمیدو په ځای لا پسې ډېر شو، ولی؟ په هلمند کې برتانویان پوځې اډې لري، خو دا ولایت د نورو هغو په پرتله ډېر افیون تولید کړي دي؟ ریښتیا هلته څه روان دي؟ ولسمشر سره شکونه وو او د برتانویانو له کړنو خوښ نه برېښیده. ولسمشر ویل: که چيرې انګلستان ته د افغانستان او پاکستان د ګټو ترمنځ واک ورکړل شي، هغوی به پاکستان ته په ډېر احتیاط غوږ کېږدي. پاکستان د دوی د زړو مستعمرو څخه و او اوس یې د همګټو هېوادونو(common wealth) غړی هم دی.  انګلستان په افغانستان کې له شرمه ډکه ماتې خوړلې ده، چې نه افغانانو او نه دوی له یاده ویستلې ده. ځینې وختونه، خو کرزی په عام مجلس کې د امریکا او انګلستان پر استازو برید کوي. د ۲۰۰۸ز په ډیسمبر کې موږ په اماني لېسه کې، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملګرو ملتونو دفتر ته څیرمه پرته ده د فساد پر ضد نړیواله ورځ لمانځله. هلته په سلګونو افغانانو شتون درلود. د کرزي وینا د نړیوالې ټولنې پر ضد له تورونو ډکه وه. د ده په وینا کې افغانان پړ ونه بلل شول. د وینا په پای کې کرزي د غونډې برخوالو ته داسې کتل، چې ته وا څوک لټوي. نوموړي پوښتنه وکړه، چې آیا د امریکا سفیر بیل ووډ دلته شته؟ بېرته یې وویل: تاسو وګورئ ووډ، چې هر ځل وګورم، له فساده شکایت کوي، خو کله چې موږ د فساد پر ضد غونډه جوړو نو هغه بیا دومره وخت نه لري، چې په کې ونډه واخلي. ځینو افغانانو چکچکې کړې او حاضر نړیوال چوپ او نهیلي وو.

ولسمشر ښه پوهیده، چې ووډ دلته نشته. هغه وار له مخه له کرزي بخښنه غوښتې وه، چې په غونډه کې د ځینو نورو بوختیاوو له کبله ګډون نشي کولی. کرزي خپل نږدې وزیران او سلاکاران هم رټل ده به پر هغوی نامناسبه تورونه لګول او ډېر مهم تور یې لویدیز پالنه وه. هغوی به چوپ ناست وو او ده ته به یې هیڅ شکایت نه کاوه، خو کله به، چې د هغه له دفتره راووتل نو پر خبرو به یې پیل وکړ. له ولسمشر سره زموږ ناستې پردې راڅرخیدې، چې څرنګه د تخریب مخه ونیسو.

مهمه پوښتنه بیا هم دا وه، چې آیا موږ کولای شو له هغه سره په داسې حالت کې پنځه کاله نور هم تیر کړو؟ د افغانستان لپاره به یې قیمت څومره وي؟ آیا نړیوالې ټولنې په ارګ کې کوم ملګری درلود؟ په تېر کې هم د ولسمشر او نړیوالې ټولنې ترمنځ مخالفت و، خو آیا موږ بیا ولسمشر خپل عادي او پخواني حالت ته راګرځولای شو؟ داسې برېښدله، چې د ۲۰۰۸ز په مني او دوبي کې ولسي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی و، او سړی یې بیخي بدل کړی و. د ده ډیری وزیرانو او سلاکارانو به له ده سره د موضوع په اړه هوکړه کوله، خو د ستونزې د اداره کولو په اړه به یې اندېښنه درلوده. د هغو کسانو په منځ کې هم چې کرزي ته نږدې وو او حساب یې پر کاوه، هم یو ډول ستونزه احساسیده.

د فبیرورۍ پر ۱۵مه ما غوښتل چې موضوع له ده سره مستقیما رابرسېره کړم. کرزي هیڅ رخصتي نه کوله. ان د جمعې ورځ، چې د مسلمانانو د رخصتۍ ورځ ده، نوموړی به په دفتر کې و. ما پرې ټینګار کاوه، چې یوه اوونۍ رخصت وکړي او داسې ځای ته ولاړ شي، چې له ورځینو ناستو څخه لیرې وي. له کابله بهر به یو څو ورځې ده ته ارامه چاپیریال رامنځته کړي، چې یو څه دمه وکړي. د اټکل مطابق چې ما کاوه، ده زما پیشنهاد رد کړ. نوموړی هېڅ چمتو نه و، چې د لنډې رخصتۍ په مخه هم کابل پریږدي. کرزي راته وویل: ” له افغانستانه بهر یوه ګرانبیه رخصتي به ډېره بده وي.” د نوموړي دې ځواب زه لا د بحث له سخت حالت سره مخ کړم. ما به ورته ویل: ښاغلی ولسمشره! تاسې د خپل هېواد تر ټولو لوړ پوست د شپږو کلونو لپاره دنده ترسره کوی، تاسو دروند مسوولیت پر خپلو اوږو بار کړی دی، تر څو به دا بار وړی؟ تاسو د نوي او دیموکرات افغانستان د جوړولو پیل کړی دی، دا به له تاسې څخه تاریخ ته په میراث پاتې وي او تاسو به تل په تاریخ کې یادیږی.” زه اوس بیا ډاریدم، چې د ده غبرګون به څه وي؟ آیا اوس به وچوي او ما به له دفتره بهر وشړي؟ که داسې کار یې کړی وای، نو دا به مې له ده سره وروستی ناسته وای، خو ده داسې څه ونه کړل، چې ما یې ویره درلوده. هغه ددې پر ځای تېر ته ولاړ او د خپلې ګاندې په اړه به یې خبرې کولې. ده به له هیواد سره د خپلې مینې او خپل زوی په اړه ماته خبرې کولې. ده به ویل چې غواړي میرویس په همدې هیواد کې زده کړې وکړي او سوله ییز ژوند ولري. په خبرو کې یې له فکر او احتیاط کار اخیست او زه باوري وم، چې سړی له خلوصه ډکې خبرې کوي.

کرزي نه غوښتل، چې ولسمشرۍ پورې ونښلي د ده لپاره دوه لارې وې: یوه دا چې دی به تر ټاکنو پورې په پوره مشروعیت خپلې دندې ته دوام ورکړي او دویم ځل ټاکنو ته به ځان ونوموي او یا به دفتر خپل ځایناستي ته پریږدي. نوموړي د خپل ځایناستي په اړه خبرې کولې او پر هغه چا، چې ده پرې باور درلود دا وړتیا درلوده، چې دا مسوولیت پر غاړه واخلي، خو د خبرو په پای کې د ده پایله دا وه، چې نه هغوی یې د اوس لپاره نه شي کولای. هغه ماسپښین د ده له خبرو او فکر داسې پوه شوم، چې سړی خپل هېواد ته ژمن دی او د مسوولیت احساس کوي. ما هیڅکله دی په داسې حالت کې نه و لیدلې او نه مې داسې خبرې ترې اورېدلې وې. څو ورځې وروسته ما له کرزي سره، چې د ملي امنیت سلاکار يې زلمی رسول، چې د ده له وفادارو سلاکارانو څخه هم و، ولیدل. کرزي یو ځل بیا د زلمي رسول پر وړاندې خپلې خبرې تکرار کړې. ده نه غوښتل، چې ولسمشرۍ پورې ونښلي، زلمی حیران شو او ښایي دلیل به یې دا و، چې ده د لومړي ځل لپاره له ولسمشره داسې خبرې اوریدې. د موضوع د بیا راپورته کولو له کبله پښېمانه وم. زه باوري شوم، چې سړی په حقه و او تردې دمه کوم داسې وړ نوماند نه تر سترګو کېده، چې د ده ځای ونیسي. دا نړیواله ټولنه وه، چې کرزی یې دې ځای ته رسولی و، چې نیوکې وکړي. له کرزي سره د نړیوالې ټولنط چلند ډیر سپک و. ما هیڅکله دېته ورته څیز نه و احساس کړی. کرزی د یو ډول فشار لاندې و. موږ ته سخته وه، چې پرې پوه شو. د ولسي وګړو وژنو سړی سخت اندېښمن او ځورولی و. کله به، چې کرزي دغه موضوع را پورته کړه، نو نړیوالو ملګرو سیاستوالو به ویل، چې پېښه له وسلوالو نه ده، پېښه له خراب حکومته ده، خو همدغو سیاستوالو بیا هیڅکله د هغو جنګسالارانو، چې له اصلاحاتو او ښي حکومتدارۍ سره یې هیڅ لېوالتیا نه لرله نه ګوښه کول او نه یې هم پرې فشار راوړه چې څنډې ته شي. دوی پر کرزي د فساد له کبله نېوکې کولي، خو له نوموتو فاسدو افغانانو سره یې تړونونو ته دوام ورکاوه. دا مهال نو یو ډول منافقت و، چې کرزي یې په غوسه او تریخ کړی و، د ده غوسه څرګندیده، چې زیاتیږي خو بله خوا یې دېته هم هڅاوه، چې د ولسمشرۍ پرېښودل کوم حل نه دی.

د دې کتاب نورې برخې دلته ولولئ:

      نورې برخې

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button