خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

له وژونکې لوږې وروسته د سوريې مضایا ښار ته بشري مرستې ورسېدې

د ملگرو ملتونو د مرستو سازمان تایيد کړه چې د بشري او خوراکي مرستو کاروان د سوريې مضایا ښار ته ورسېدې. تمه وه چې دا مرستې د دولت له لورې کلابند شوي ښار مضایا ته د یکشنبې په ورځ ورسېږي خو د نامعلومو دلایلو له مخې د یکشنبې له ورځې دوشنبې  ته وځنډېدې.

د راپورونو له مخې مضایا ښار د اسد رژیم له مخالفینو سره دی او د ښار اوسېدونکي د لوږې له امله مجبور شوي وو چې واښه او کورني حیوانات وخوري چې ژوندي پاتې شي.

د مخالفینو سخت مقاومت او د اسد رژیم کلکې کلابندۍ د مرستندویه ادارو لپاره د مرستو رسول نا‌ممکن کړي وو. له تېر اکتوبر راهېسې ښار ته خواړه نه ‌دي رسېدلي. په دې موده کې ډېری خلکو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مضایا د ښار تر څنگ د ادلب ښار ته هم بشري مرستې رسېدلې. د سوريې شمال ته د فوعه او کفریا کليو کې له ۳۰۰۰ څخه ډېر انسانان د اسد د جگړه‌مارو او مخالفو وسله‌والو په جگړه کې محاصره دي.

شاخوا ۴.۵ ملیونه تنه د سوريې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې هلته د مرستو رسول ستونزمن دي او ۴۰۰ زره نور د اسد او مخالفینو د جگړو تر منځ په کلابندۍ کې ایسار دي چې دوی د ژوندي پاتې کیدو لپاره ډېرو لږو خوړو او د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

مضایا د سوريې لویدیځ د لبنان پولې ته نږدې پروت ښار دی چې سږ‌کال له پسرلي راهېسي د لبنان د شیعه ‌گوند حزب‌الله او د اسد د رژیم له لورې کلابند دی چې له امله يې ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې وروستیو کې دواړو لوریو له ملگرو ملتونو  سره هوکړه وکړه چې بشري مرستو ته به اجازه ورکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button