سلايډنظر او تحلیل

له وژنو تر ملاتړه؛ په وروستۍ مرکه يې لنډ مکث

سيد نورالله ارچيوال

اوس اوس رسنيو يوه بله خبره کړې او وايي چې د پاکستان پخواني پوځي ديکتاتور ولسمشر پرويز مشرف يو وار بیا بي بي سي فارسي ته ويلي دي چې دوی طالبان ددې لپاره رامنځ ته کړي و چې په افغانستان کې د هندوستان د لاسوهنو مخنیوی وکړي.

خبرې به نه اوږدوم د نوموړي د خبرو لنډيز رااخلم او بیا پرې خپله لنډه تبصره ليکم ځکه موږ په اوس وخت کې سخت د ناسمو اطلاعاتو او ډنډورې له رواني او رسنيز جنګ سره مخ يو په لیکنه کې کله هم کوښښ نکوم د طالب يا بلې ډلې ملاتړ وکړم خو يوازې د يو فرض په توګه حقایق وايم نور د ډلې، سمت، قوم يا ژبې کوم خاص ميلان نلرم:

هغه عقدې چې له تیرو څو کلونو را هیسې د پاکستان د پوځي مشر په زړه کې وې بي بي سي فارسي ته يي اوس اوس ويلي دي او وايي چې په افغانستان کې يي نيابتي جګړه د هند له امله کوله او زیاتوي چې د افغانستان په څارګره اداره او نورو امنيتي ادارو کې د روسيي او هند تر تسلط لاندې تاجیکان پکې کار کوي خو اسلام آباد کوښښ کوي پښتانه د واک په راس کې وي.

مشرف زياتوي:« داسې نه ښکاري چې په دې موده کې دې پرمختګ شوی وي پاکستان تل غواړي مرسته وکړي، خو زما خبره همدا داده چې باید پارونکی له مخې لرې شي. هند له لارې لرې کړی. هند مو په هیواد کې څه کوي شتون يي بې معنی دی او تاسو ته يي هيڅ ګټه نشته.»

نوموړی له دې سره سره چې دلته قومي عقدو ته لمن وهي نو زه پوښتنه کوم: کله چې مشرف يو وخت د نشې په حالت کې په اسلام آباد کې ويلي و چې اوباما ته مې ويل په افغانستان کې پښتانه ته وژنه په قبايلي سيمو کې يي ماته پريده نو څه ډول دې داسې يو سړی په افغانستان کې د پښتنو يا د پښتون په نوم د طالبانو اقتدار ته حال دا چې قومي نه بلکه ملي او مذهبي خوځښت وو سپوټ کړي.

بله دا چې که چيرې په مشرف پښتانه ګران دي نو طالب مشران چا پر امريکې خرڅ کړل، ديپلوماتان چا بې پته کړل، تر اوسه د طالب مشرانو تجارت د چا هیواد کوي، جي که باباد اډه او د کراچۍ سمندر چا امريکې ته ورکړ، تر تورخم پورې د امريکايي اشغال ډولونو ته چا وناڅل، پښتون چا د غرونو کړ؟؟؟؟

په هره خبر باید فکر وشي زه نه پوهيږم زموږ رسنیو ته معيار، له وطن سره مينه او ريښتونولي څه شی که ريښتوني د مشرف په څير د يو عقده من، استخباراتي او پردي مشر خبرې وي نو زه خو دا خبرې نه منم، زما نه په قبايلي سيمو کې پر پښتنو د پاکستان روان او شوی زیاتی هیر دی نه هم په افغانستان کې د دوی په مرسته د امريکې زیاتی.

زموږ رسنۍ ته معيار په والله باالله که ريښتونولي او رسنيز معيار وي دوی يوازې اوبو خړوي او ماهيان پکې نيسي په کابل او په ټول کې په افغانستان کې ډيرې د خپلواکو په نوم ناخپلواکې او د افغاني په نوم د افغانستان ضد رسنۍ شته دي مشرف دا خبرې له صداقته نه  دي کړي دی ښه پوهيږي چې په استخباراتو کې باید څه ډول د پاکستان مشران د خبرو لوری بدل کړي، دا ټولې خبرې چې مشرف کوي د ده نه بلکه د دوی د استخباراتي پلان يوه برخه ده او په دې ډول سره نور هم کوښښ کوي چې پښتانه په ډول ډول نومونو وځپل شي، دا اوس چې څومره خوند په افغانستان کې له پښتون وژنې پاکستان او هندوستان اخلي باور وکړی که ډير سخت دښمن يي هم له خپل دښمن څخه واخلي پاکستان او هند په افغانستان کې په پښتون وژنه او ددې ولس په تباهي کې خپل سکون او دوام ويني د هند ګټه پکې داده چې په کشمير کې يي غوږونه په کرار دي او  د پاکستان ګټه بیا داده چې مفت ډيورنډ ور پاتې  دی که پښتانه آرام شي ډيورنډ نشته نو بیا پاکستان نشته او که پښتانه په ارام شي نو په پآکستان کې شته هندي ضد ډلې له امریکې سره تر نښتې وروسته به مخ کشمېر ته کړي او بیا به نو د هندوستان وضعيت هم ښه خراب وي.

مشرف زياتوي چې  حامدکرزي  هندوستان ته اجازه ورکړې وه چې په پاکستان کې لاسوهنه وکړي ده د غني د سياستونو ستاينه کړې او وايي چې نور باید د هندوستان لاسونه لنډ شي او په خبره يي بیا نو اسلام اباد د سولې په خبرو کې ډيره مرسته کولای شي. نوموړی يادې خبرې په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې کرزي شل وارې پاکستان ته سفر کړی دی کله يي ورته ورور ويلي دي کله هم خور خو تر شلو سفرونو وروسته دا پلمې کول يي هم د افغانستان د تباهۍ په خاطر ددې هیواد بل ارمان دی، اشرف غني چې دا پادشاه شو تر حج وروسته يي پاکستان ته سفر وکړ د سولې خبرې وشوې، ځينې جدي هوکړې وشوې ان تر دې چې غني د وطن او سولې په خاطر خپل شخصيت هم په خطر کې واچاوو، طالب مشران هم خبرو ته تیار شول خو وروسته يي بیا لوبه بدله کړه ان تر دې چې ويل کيږي په ننګرهار کې په داعشي پروژه کې د پاکستان ريټاير شوي جنرالان لاس لري او هلته عملا لاس په کار شوي دي.

عجيبه خو يي لا دا چې مشرف دوی هم وايي که بهرنیان و وزي افغانستان بیا د طالبانو لاس ته لویدونکی دی:« ډاډه يم چې افغانستان به ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کلونو ته ور وګرځي بیا به طالبان د شمال ټلوالې په مقابل کې ودريږي او نوي سلنه خاوره به ونيسي. باور مې دادی چې هند په افغانستان کې هيڅ شی تر خپلې ولکې لاندې نه شي راوستی افغانستان به له طالبانو سره وي دا ټولو ته بده ده ان پاکستان ته هم.»

خو عحيبه خو يي دا شوه چې يو لوري ته يي د طالبانو ملاتړ حتمي بللی او تاييد کړی دی بل لوري ته بیا د پاکستان خطر پکې ويني، هرڅه چې موږ لولو يا يي خپروو باید له واقعيت سره سم وي بی بي سي، ازادۍ،سي ان ان، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز، ګارډين،شپيګل او… رسنۍ نه بلکه په رسنيز انداز کې استخباراتي ژبې دي چې کوښښ کوي په هر ډول چې شونې وي د لويديځ موخو ته لابي وکړي، دوی تل په اسلامي نړۍ کې شرارت ته د دوام په خاطر زور ورکړی دی دا اوس چې بي بي سي کومې مرکې کوي په پآکستان کې څيړنې کوي يا د مشرف په دروازه کې ولاړ وي پروګرام ورته د پاکستان پلار بريټانيا ورکوي او بي بي سي ته پيسې هم دا هیواد ورکوي نو هیله مې داده چې په دې خبرو ونه غوليږو، پاکستان نه پښتانه غواړي نه هم نور قومونه کوښښ کوي په خړو اوبو کې ماهيان ونيسي، تاجکان هندي اوایراني ميلان ډير لري خو دوی باید پوی شي چې ددې خلکو زموږ يوازې سر او وينه په کار ده نور نه زما او ستا له غمه مړه دي او نه والله که يي هيڅ خیر را ورسيږي که يي خیر را رسيدای ۱۴ کاله تیر شول د سلما يو بند او د ملي شورا يوه ودانۍ هند نه پرانيزي او پاکستان خو يوه پروژه هم تر اوسه يا نه ده پلې کړې که يي پلې کړي وي نیمه کاره به پاتې وي خو چې کله خبره د ناسم تحلیل او اندونو د لوټ والي راشي بیا نو مشرف ته ډير ورته ريټاير په کور ناستي جنرالان شته دي چې په ورته خبرو زموږ ذهني توازون لوټلی شي خو باید ويښ و اوسو کينې دا خبرې به يوازې لس کاله مخکې پيل شوې لویديځه ډرامه له موږ هیره کړي او افکار به مو بل لوري ته بوزي خو خدای دې نه کوي او ان شاالله نه به کيږي ځکه دلته لا هم په ولس کې د ملت او يووالي فکر شته خو شونې ده ځينې ترې پروژوي ګټه پورته کړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button