روغتياسلايډ

له مطالعې وروسته تمرين حافظه پياوړې کوي

له يوې څېړنې سره سم له مطالعې څلور ساعته وروسته دروند تمرين کول د حافظې پياوړي کولو کې ستر رول لري.

د هايلينډ ساينسپوهانو له يوې څېړنې سره سم تمرين سره له بدنه داسې پروټين وځي، چې مغزو کې د يادښت برخه پياوړې کوي.

ساينسي مجلې «کرنټ بيالوژي» د دوه اويا تنو د معلوماتو د بېرته يادولو برخه کې څېړنه وکړه، دې څېړنه کې معلومه شوه، چې د تمرين کولو وختونه په دې اړه بنيادي رول لوبوي. څېړنه کې معلومه شوه، چې مطالعه پسې سمدستي د تمرين پر ځای څو ساعته وروسته تمرين کول حافظې ته ډېر گټور دي. څېړنې له څلوېښتو دقيقو مطالعې وروسته دغه دوه اويا کسان درې ډلو ته ووېشل، لومړۍ ډلې مطالعې پسې سمدستي تمرين پيل کړ، دوهمې ډلې څلور ساعته وروسته او درېمې هيڅ تمرين ونه کړ.

له دې دوه ورځې وروسته څېړنه کې گډون کوونکي ټول کسان وازمويل شول، چې له يادو کړو شيانو يې څومره ياد پاتې دي، نو دويمې ډلې له ټولو ښه ازموينه ورکړه.

څېړنه کې د مغزو اېم ار ايې تر سره شوه، چې په کې څرگنده شوه، چې د دويمې ډلې د مغزو د يادښت برخه له نورو ډېره فعاله ده.

د څېړنې مشر گولين فرينډيز وايي: «زموږ له پايلو سره سم مناسبو وختونو کې بدني تمرين تر ډېره حافظه کې د معلوماتو د پاتې کېدو سبب کېدی شي». نوموړي زياته کړه، تمرين په ځانگړي ډول د کمزورو حافظو لرونکو سره د حافظې پياوړي کولو کې گټور ثابت دي، خو د هغه په وينا معلومه نه ده، چې له ناوخته تمرين سره ولې حافظې ته دومره گټه رسېږي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button