روغتيا

له شکرې او زړه ناروغيو څخه د ځان ژغورنې لپاره کوم خواړه غوره دي؟

وربشې د انسان وزن کموي او تر څنګ يې د شکرې او زړه ناروغيو په مخنيوي کې هم رغنده رول لري.

د سويډن طبي تحقيقاتو ښودلې، چې د وربشو خوراک په ډېره بيړه د انساني روغتيا لپاره اغېزمن دی او خوړو سره يې د وينې غوړ او د وينې فشار نورمال ساتي او تر څنګ يې انسان د شکرې له ناروغۍ هم ژغورل کيږي.

د څېړنې له مخې په وربشو کې پرېمانه فايبر موجود دي او که په اوبو کې جوش شي، هر وخت سهار په نهاره وخوړل شی، نو د وزن او اشتها کمولو تر څنګ د معدې نظام لپاره هم ډېر ګټور دي.

د سويډن ليونډ پوهنتون طبي څېړنه کې راغلي، چې ډاکټرانو خپلو ناروغانو ته د سهار چای، غرمې ډوډۍ او ماښام خوراک کې د وربشو ډوډۍ ورکړې او بيا يې د دغو ناروغانو د شکرې، وينې غوړ او د زړه رګونه کتلي، چې پام وړ ښه والی په کې راغلی.

په څېړنه کې راغلي، چې د وربشو خوراک سره بدن کې ميټابولزم کې ښه والی راځي، چې له امله يې د وينې شکر او انسولين درجې کميږي او انسولين سره د بدن حساسيت نور هم قوي کيږي.

د ډاکټرانو په وينا د وربشو خوراک سره معده کې د روغتيا لپاره ګټورې بکتريا نور هم فعاليت زياتوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button