افغانستانسلايډ

له درې مليونو ډېر هېوادوال په نشو روږدي دي

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي څرگندوي، چې افغانستان کې له درې مليونو ډېر هېوادوال په نشو روږدي دي او دا شمېره لا هم مخ په پورته روانه ده.

د دې وزارت وياند محمد حنيف دانشيار رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې دغه شمېره د شويو سروې گانو له مخې معلومه شوې ده. نوموړی وايي، شمېرنې ښيي، چې د افغانستان يوولس سلنه وگړي پر نشو روږدي دي او له دې رنځه کړېږي. په روږدو کسانو کې د ځوانانو او پاخه عمر سړو سربېره مېرمنې او کوچنيان هم شامل دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت دغه چارواکي اندېښنه وښوده، چې پر نشه د روږدو کسانو شمېر لا هم مخ په ډېرېدو دی او هڅې کېږي چې مخه يې ونيول شي.

ښاغلي دانشيار زياته کړه، چې د نا امنيو په ډېرېدو هيواد کې د کوکنارو کر ډېر شوی او د شمېرنو پر بنياد اوسمهال د افغانستان شلو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د امريکا او ناټو د بريد يو هدف د نشه‌يي توکو د کر له منځه وړل ښودل شوي وو، خو د دغه بريد له پيله تر نن ورځې نړيوال راپورونه څرگندوي، چې د افغانستان د نشه‌يي توکو په قاچاق کې د امريکا په گډون گڼ بهرني هيوادونه پراخه ونډه لري او تر ټولو ښه بازار اروپا کې لري.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button