افغانستان

له درې سوو ډېر پوليس افسران فارغ شول

له درې سوو ډېر پوليس افسران د مسلکي زده کړو له يوې روزنيزې دورې فارغ شول. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن د يوې وېډيو په خپرولو د درې سوه اووه ويشت تنو پوليس افسرانو د فراغت خبر ورکړ.

کورنيو چارو وزارت نن د وزارت د لوړو زده کړو په قومندانۍ کې په دې اړه رسمي مراسم تر سره کړل.

دغه پوليس افسران له يوې شپږمياشتينۍ روزنيزې دورې فارغ شول او د هيواد مسلکي پوليسو ته ورگډ شول.

د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي دې مراسمو ته وينا کې وويل: «د دغو افسرانو فراغت د مسلکيتوب پر لور د پوليسو د ځواکونو يو گام دی». د هغه په وينا پوليسو په تېرو کلونو کې هيواد کې د ناامنيو د هر ډولو پېښو پر ضد مبارزه کړې ده.

افغانستان اوسمهال له يو سل پنځوس زرو ډېر پوليس لري، چې د کورنيو چارو وزارت د يوه راپور پر بنسټ شپېته سلنه يې پر مسلکي زده‌کړو بوخت دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button