افغانستان

لغمان: د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی

په لغمان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوی. د سیمه ییزو پولیسو قوماندان چې د ۱۰۰۰تنو سیمه یزو پولیسو مشري یې په غاړه وه، تېر ماښام د مرکز مهترلام اړوند حکیم آباد سیمه کې د وسله والو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
د دغې نښتې په اړه د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، چې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له طالبانو سره په جګره کې وژل شوی دی. نوموړي دپېښې په اړه نو څه ونه ویل.
تر دې دمه طالبانو د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د لوګر د ازرې او کابل د خاکجبار ولسوالیو د لويې لارې د امنیت ساتنې قوماندان له خپلو څلورو ساتونکو سره د یو ماین په چاودنه کې ووژل شول.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button