افغانستانسلايډ

لاس انجلس ټايمز: په افغانستان کې د امريکا تر ټولو اوږده او ناکامه جگړه

د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې يو ليکوال د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پر نوماندانو نيوکې کړي، چې د افغانستان له جگړې سترگې پټوي او زياتوي، چې په اوسني وخت کې د امريکا افغان جگړه تر ټولو اوږده او ناکامه جگړه ده او له دواړو نوماندانو يې غوښتي، چې د افغان جگړې په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

ليکوال انډرو باسيفيتش ليکلي، چې افغان امريکايي جگړه شپاړسم کال ته ننوته او د امريکا راتلونکي ولسمشر ته به هم دغه جگړه په داسې حال کې په ميراث کې ورپاتې شي، چې هغه به يې هم په پای ته رسولو نه پوهېږي.

ليکوال د افغان امريکايي جگړې په اړه وايي، چې امريکايي ولس د ولسمشريزو ټاکنو له دواړو نوماندانو غواړي، چې د دې جگړې په اړه خپل دريځ روښانه کړي، چې «ايا امريکا دغه جگړه گټلی شي، که نه او د دغې جگړې د پای په اړه ولس څه اورېدل غواړي».

باسيفيتش د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ او ديموکراتانو نوماندې هيلري کلنټن په اړه وايي، چې تر اوسه يې په خپلو ټاکنيزو ويناوو کې د افغان جگړې په اړه هېڅ نه دي ويلي.

ليکوال د دواړو نوماندانو په اړه وايي، چې له هېواده بهر د امریکا د پوځي مداخلو او جگړو په اړه انتقادي نظر نه شي وړاندې کولای او نه هم خپل ولس ته د افغانستان او نورو جگړو په اړه څه ډاډ ورکولای شي.

د ليکوال په وينا امريکا او ايتلافيان يې د پنځلسو کالو په اوږمهالې جگړه کې د افغانستان په هېڅ برخه کې لاسته راوړنې نه لري، سره له دې، چې زرگونه سرتيري ووژل شول او ميلیاردونه ډالر په دغه جگړه کې ولگول شول.

«افغان حکومت په خپلو پوځي او ملکي چارو کې له اويا سلنه زيات پر بهرنيو مرستو ولاړ دی، په نړۍ کې هېڅوک پر افغان حکومت باور ته نه دي تيار، اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی او د نشه يي توکو کښت په کې په تاريخي لحاظ بيخي زيات دی او د ټولې نړۍ نوي سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي، همدا رنگه افغان طالبان د افغانستان تر ټولو غښتلی ځواک دی».

ليکوال د افغانستان د حالاتو تحليل د امريکا او ايتلافيانو په ناکامۍ تعبيروي او زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو قرباني او د ميلياردونو ډالرو لگښت ټول د امريکا په زيان تمام شوی دی.

ليکوال وايي، چې امريکايي چارواکي بايد د افغانستان جگړې ته د پای ټکی کېږي او خپل سرتيري له دغې جگړې راوباسي. افغانستان د امريکايي سرتېرو لپاره يو خونړی لابراتوار دی، چې تر اوسه په کې امريکايان د نامعلومې موخې لپاره قرباني کېږي.

«امريکا د خپل دښمن په له منځه وړلو کې پاتې راغلې، د چا پر ضد چې امريکايي پوځيانو جگړې کولې، هغوی اوس د افغانستان په ډېری خاوره واکمن دي، په عين حال کې امريکا د يو ليبرال نظام په جوړولو کې هم پاتې راغلې ده».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button