افغانستان

كابل په پاکستان کې د خپلې سياسي استازولۍ په تړاو اندېښمن دی

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصير احمد انديشه نن کابل کې د پاکستان له سفير سيد ابرار حسين سره ليدنه کړې او له نوموړي يې په دې هيواد کې د افغانستان د سياسي استازو د امنیت خوندي کولو غوښتنه کړې ده. دغه ليدنه نن د بهرنيو چارو وزارت کې شوې ده، ښاغلي انديشه د دواړو هيوادونو د سفارتونو او کونسلگريو امنيتي خونديتوب د دواړو لوريو مهم مسووليت بللی دی.

افغانستان له پاکستانه دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې پاکستان کې د افغانستان سفارت او کونسلگرۍ کوم ښکاره گواښ نه دي ننگولي، خو له دې وړاندې په دې هيواد کې د امريکا په گډون د نورو هيوادونو پر کونسلگريو بريدونه شوي دي.

دوه کاله وړاندې د پاکستان په پېښور ښار کې د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې د افغانستان دوه ډپلوماتان هم وژل شوي وو، خو د بريد هدف د پاکستان پوليس وو.

کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين د انديشه غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به د افغان لوري اندېښنه له اسلام اباد سره شريکه کړي، ښاغلي حسين زياته کړې ده، کابل کې د پاکستان سفارت د دغو اندېښنو د له منځه وړلو هڅې کوي.

افغانستان شايد دا خبره د دې لپاره راپورته کړې وي، چې په گاونډي هيواد پاکستان کې د هيواد سفارت او کونسلگرۍ په ډېرو خوندي ځايونو کې نه دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button