شعر

قیمت / محمد اسماعیل یون

د سولې بیه څو ده ؟ او د جنګ قیمت په څو دی؟
دا سرې وینې چې څاڅي ددې رنګ قیمت په څو دی؟

ګلاب ګلاب سرونه دي رژېږي په وطن کې 
پوهېږې ددې هر یو غنمرنګ قیمت په څو دی؟

شملې شوې بې عزته ، لوپټې شوې بې عزته
خبر یې او کنه ددې فرهنګ قیمت په څو دی؟

پلمې دي او حیلې دي ، فریبونه او چلونه
څوک څه خبر ددغه هر نیرنګ قیمت په څو دی؟

دا ستا د واک په جام کې چې پراته دي دا سرونه
ددې مستې نشې او ددې بنګ قیمت په څو دی؟

ملا یې که طلاب یې ، مفکر که مفشن یې ؟
د تاسو د سرونو او غورځنګ قیمت په څو دی؟

څوک شته چې د انصاف تله کې وتلي دا دواړه :
د سوو میندې ساندې ستا د ترنګ قیمت په څو دی؟

چې شپه شي ، نو چاپه شي پر مظلومو ماشومانو
د هر شهید نرګس او د لونګ قیمت په څو دی ؟

نن بیا د ښار واټونه لنډغرو دي نیولي !
سلطانه سلامته ! ستا د ننګ قیمت په څو دی؟

۱۳۹۸ ل کال د وږي ۱۸ مه.کابل

Tags
Back to top button