سلايډسيمه او نړۍ

قطر د سولې په اړه بحث لپاره د پگواش غونډې کوربه دی

نن د قطر پلازمېنه دوحه کې  د افغان کړکيچ او ستونزو د پای ته رسولو په اړه د پگواش نړوال څېړنيز مرکز له لوري غونډه جوړيږي، چې د طالبانو رسمي استازو په گډون يو شمېر افغان او لويديځو هېوادونو کارپوهان او د حکومت غير رسمي استازي په کې گډون کوي.

د افغان سولې اړوند تېر کال هم دوحه کې غونډه شوې وه او په دې اړه دا دوهمه ناسته ده.

د پگواش دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې جوړيږي، چې تېره اوونۍ کابل او له هغې وړاندې اسلام اباد کې د سولې په اړه څلور اړخيزې غونډې وشوې.

د افغانستان حکومت چارواکي په دې غونډه کې گډون نه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وايي، چې دوی د سولې په اړه څلور اړخيزې ناستې پيل کړي او داسې غونډو کې گډون ورته «نامناسب او بې ځايه ښکاري.»

طالبانو د يوې رسمي اعلاميې له مخې په دغه غونډه کې د خپلو استازو گډون تاييد کړی او د سولې په اړه يې د پگواش ادارې هڅې ستايلي دي.

د سولې اړوند دې غونډې ته د نورو اړخونو تر څنګ د سياسي چارو شنونکي، د مدني ټولنو فعالان او د پخواني ولسمشر حامد کرزي  د کابينې ځينې غړي هم بلل شوي دي.

د سياسي چارو شنونکی او ژورنالېست نظر محمد مطمين وايي، چې تېر کال د لومړي ځل لپاره طالبانو او افغان چارواکو د پگواش غونډه کې مخامخ خپلې اندېښنې او خبرې سره شريکې کړې او دا ځل  افغان ولسمشر اشرف غني ځکه د پگواش غونډې سره خپل پرېکون اعلان کړ، چې دوی سولې ته ژمن نه دي.

تېر ځل د پگواش غونډه کې پاکستاني چارواکو او سياستوالو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، مگر دا ځل ويل کيږي، چې ځينې پاکستاني سياستوالو ته هم په کې د گډون بلنه ورکړل شوې ده.

پگواش نړال څېړنيز مرکز دی، چې نړۍ کې د کړکېچونو د پای ته رسولو په موخه غونډې او کنفرانسونه جوړوي او مرکز يې په کاناډا کې دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button