پاموړ

فنلېنډ به ډېر ژر بې ډرايوره بسونه راوباسي!

فنلېنډ به ډېر ژر بې ډرايوره بسونه په پلازمېنه هېلسنکي کې سړکونو ته راوباسي!

فنلېنډ په نظر کې لري، چې بې ډرايوره بسونه EasyMile سړکونو ته راوباسي او سوارلي پکې وچلوي، دا بسونه له برېښنا څخه چارج کېږي او اوس مهال به يوازې په پلازمېنه هېلسنکي کې کار کوي، په ورځ کې يو څو ساعته کار کوي او د اوسنيو بسونو ځای به نه نيسي، خو په راتلونکې کې پلان شته. دوبی هم په پلان کې لري او له EasyMile کمپنۍ سره یې تړون کړی چې دا بسونه ترې وپېري، او جاپان هم د پېر په ځينو سترو مرکزونو کې دابې ډرايوره بسونه د ګرځندويانو لپاره راباسلي دي. او په نورو اروپايي ښارونو کې به هم ډېر ژر په کار پيل وکړي.

نور احمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button