خبرونهسلايډ

فلوجه کې درنه جگړه روانه ده

د مۍ له ۲۲مې راهیسې د عراق په فلوجې ښار کې د عراقي پوځ، شیعه ملیشو، د لبنان حزب الله گوند او ایران سپاه پاسداران پوځي ډلو په گډه سره دې ښار کې جگړه روانه کړې ده.

ښار تر دې دمه د داعش د جگړه‌مارو په ولکه کې دی او د ښار اوسېدونکو ته د داعش د ډلې له لوري اجازه نشته چې خپل کورونه پرېږدي.

فلوجه کې د عراقي پوځ جنرال عبدالوهاب الساعدي رسنیو ته ویلي چې دوی په دې وروستیو کې د فلوجې ښار د ښاروالۍ ودانۍ نیولې او د ښار په ډېرو برخو کې لا هم جگړه روانه ده.

پر عراق د امریکا له برید وروسته فلوجه لومړی ښار وو چې د امریکا د بلیک واټر امنیتي شرکت غړي په کې ووژل شول او له وژل کېدو وروسته یې مړي د ښار په کوڅو کې موټرو پسې وکاږل شول چې له هغې وروسته د امریکا پوځیانو په دې ښار مرگونه بریدونه وکړل.

له ۲۰۱۴م کال وروسته فلوجه د داعش تر واکمنۍ لاندې وه او له تېرې میاشتې را په دې خوا د ښار نیولو لپاره جگړه روانه ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button