ادبنثر

فلسفه او شاعري

بيا هم د عنوان د لومړۍ اصطلاح مانا موندل دي، فلسفه څه ته وايي؟ د دې اصطلاح مانا په مشاهده او تجربه ثابته نه ده، يعنې علم نه دى، هغه د رحمان بابا آيينه ده:
و هر چاته په خپل شكل څرګندېږم
آيينې غوندې بې رويه بې ريا يم
خو خبره بېخي وركه هم نه ده، فلسفه كه ساينس او علم نه دى ، د علمونو مور ضرور ده. داسې بېلابېل تعريفونه شته، چې يو تر بله د نسبي رښتينولۍ تړاوونه لري، خو موږ به د پروفېسر ډاكتر ډي ايس رابنس خبرو ته غوږ شو، نوموړى ليكي:
” د فلسفې اصطلاح له آره يونانۍ ده، چې د همدې ژبې له دوه كليمو (فيلوس) او (سوفيا) نه جوړه ده، (فيلوس) محبت او (سوفيا) حكمت ته وايي. له دې مخه د فلسفې لغوي مانا شوه له حكمت سره مينه، فيلسوف هغه څوك دى ، چې حكمت يا پوهې سره بې كچه مينه ولري. روايت ددې اصطلاح رامنځته كوونكى فيثا غورث ګڼي، هغه غوره وګڼله، چې ځانته د حكيم پر ځاى د (حكمت مين) ووايي دې خبرې ته خيال په كار دى، تش د حكمت د شتوالي له كبله څوك فيلسوف نه جوړېږي، بلكې د حكمت شديد طلب او شوق يې فيلسوف جوړوي. سقراط چې د فلسفې لومړى شهيد دى دعوه كوي، چې لوړ حكمت خو پر دې خبره پوهېدل دي، چې ته په هېڅ نه پوهېږې، رښتيونى فيلسوف پر خپل حكمت فخر نه كوي، هر ريښتيونى فيلسوف په خاكسارۍ سره حكمت لټوي او ورسره لېونۍ مينه كوي.

د فلسفې حكمت د پوهې حكمت نه دى، ممكنه ده، چې د ډېرو واقعاتو په اړه يو چا سره علم وي، خو له حكمت سره يې مينه نه وي. دا هم شونې ده، چې يو د پراخو معلوماتو څښتن له هغه چا نه بېخي كركه وكړي، چې د حكمت لټون كوي او پرې مين وي. فيلسوف يواځې د واقعاتو په علم نه قانع كېږي ، هغه د واقعاتو بشپړتيا غواړي او د بديهي واقعاتو لاندې چې كوم ترتيب او تنظيم موجود دى هغې ته رسېدل غواړي. د پټو رازونو بصيرت حاصلول د انساني ژوند او فطرت ګډه نظاره يا د اپلاتون په وينا د زمان او مكان نندارچي جوړېدل. دا دى د فلسفې هدف او د هغې غايه. د ساينس په جزياتو پسې ډېر ګرځېدل هم ډېر وخت دغه هدف په تيارو كې پټوي. فيلسوفان مني، چې له حكمت سره مينه د بني نوع انسان فطري ځانګړتيا ده، په باالقوه توګه هر څوك فيلسوف دى، ځكه چې هغه د ذات په ژورو كې د وجود د اسرارو او رموزو د پوهېدو لپاره شديد اشتياق موجود وي.”

مانا دا، چې فلسفه د حكمت هغه لېونۍ مينه ده، چې د هر حقيقت تل ته كوزېږي، ننداره يې كوي او بيا د ټولو نندارو منطقي يووالي ته عقلي تړاوونه ګوري.
شاعري د تخيل، جذبې او تغيير نوم دى. فلسفه د فكر، عقل او ثبات سره نږدېوالى لري، خو سره ددې بېلتونه تر منځه ځينې تړاوونه هم لري.

۱- وسايل: د فيلسوف او شاعر ګډه وسيله ژبه ده. فيلسوف هم ترې كار اخلي او شاعر هم. توپير يې دومره دى، چې په فلسفه كې يوه كلمه ټاكلې مانا لري، خو په شاعرۍ كې شاعر كلماتو ته نوې ماناوې وركوي، د فيلسوف له خبرې يوه مانا اخيستل كېږي، خو شاعر له استعارې او علامته كار اخلي پايله يې دا شي ، چې له يوه بيته په لسګونو ماناوې راوځي او پرېكړه پر دې وكړي، چې عربان وايي: “د شعر مانا له شاعر سره ده.”

۲- مواد: د فلسفې او شاعرۍ مواد هم تقريباً، بلكې بېخي يو دي، شاعر هم د ځان، جهان او خداى(ج) خبرې كوي او فيلسوف هم. البته له دومره توپير سره، چې فيلسوف ګل ته ګوري، نو په ذهن كې يې دا پوښتنې غزونې كولى شي.ژوند څه، رنګ څه او وږه څه ده؟ د حسن مانا څه په كار ده؟ او د كايناتو په باغ كې دا ګل له ټول باغ سره كوم مرموز تړاو لري؟ او ولې يې لري؟
دې پوښتنو ته به ځواب ګورو او ځواب په په شاعرانه ژبه نه وي، په هغه ژبه به وي، چې هره كلمه او اصطلاح يې ځانګړې او ټاكلې مانا لري. كه په بله مانا كې استعمال شي، خبره به وركه شي، خو شاعر له دې سرخوږۍ سره كار نه لري، د هغه زړه ته پرېوتې، چې ګل ښكلى دى. د محبوب د شونډو او رخسار په څېر دى، له زلفو ورته ټال جوړول په كار دي او يا ترې د شهيد مزار ته رنګين څادر.

۳- علت: دلته زه علت په يوه ځانګړې مانا اخلم او هغه دا، چې كوم څيز له يو سړي نه فيلسوف او شاعر جوړوي.

الف: لذتي محرك:
شاعري ذوقي ده او، چې ذوقي ده شاعر به اول خپل ذوق په پام كې نيسي او لومړۍ موخه يې همدا وي، چې خپله ترې نه خوند واخلي. څومره چې ذوق لوړېږي په هماغه كچه ورسره دغه تنده هم ډېرېږي او د لذت احساس هم ورسره په همغه اندازه لوړتيا مومي.
د فلسفې هم علت لذتي دى او د خوند لپاره يې له حكمت سره مينه پېدا شي. د لذتي محرك يوه ښه بېلګه رابنسن د ملتڼ په (ورك شوي جنت Pradise lost) كې په ګوته كوي.
“شيطانان پر لرې غره په خپلو لوړو خيالونو كې ورك دي او د خداى(ج) علم غيب، ارادې، قسمت او تقدير په هكله خبرې كوي. په مقدر، خپلواكۍ، ازادۍ او په مطلق علم غيب غور كېږي، خو د دوى د بحث هېڅ پايله نشته، هغوى په حېرت لاهو دي. په خير و شر، نېكمرغۍ، غم جذبې، عدم رغبت نېكمرغۍ او بدمرغۍ باندې بحث روان دى. كه چېرې دا ټولې رايې ناسمې وي، باطله فلسفه ده، خو دا د سرور انګېز جادو په خېر د لږ وخت لپاره غم وركوي او تېر اېستونكي رازونه پېدا كولى شي او دوى د جبر په وسيله سمبالوي.”
د ملټن غرض دا دى، چې شيطانان دوزخ ته تللي، په اور كې سوځي، نو شيطان خو هوښيار وي، خامخا به داسې فكر كوي، چې ددغه غم د كمولو هڅه وكړي او هغه فلسفيانه بحثونه دي. مانا دا، چې په فلسفه كې دومره خوند دى، چې څو شېبې اور هم ګلزار كولاى شي. له دې خبرو څرګنده شوه، چې شعر او فلسفه يو له بله لرې، خو يو بل ته نږدې دي. څنګه چې د فكر زړى د تخيل په پټي كې شين شوى، دغسې فلسفه په شاعرۍ كې شنه شوې ده، خو د فلسفې مثال د هغې كبلې په څېر وخته، چې هم يې پټى ونيو او هم د بل فصل مخه نيسي.
اپلاتون له هومره ډېر څه واخيستل، خو د خپل ميدان وسله يې استعمال كړه، ويې غوښتل، چې د منطق په توره د شاعرۍ سر ووهي. دا بېله خبره ده، چې ددې تورې آب د شاعرۍ له ځلا نه و په هر حال شعر و فلسفه نږدېوالى لري. كه يو كوو يې يا به د اپلاتون د ليكنو په څېر فلسفه زياته وي او ادب دومره كم، چې په ټوله مانا ادب نه وي او يا به ترې د ټاګور شاعري جوړه شي، چې د شاعرۍ تله به درنه وي.
د ځينو كره كتونكو خيال مولانا رومي او دانته داسې ليكوالان وو، چې فلسفه او شاعري يې په دواړو ماناوو كې راتلى شي.

ب: مذهبي محرك:

مذب نه يواځې دا، چې (وحي) ده، بلكې د انسان په وجود كې له خلقته را په دې خوا د يوې غريزې په بڼه موجود دى . له همدې كبله انسان د خپل ژوند د لارې په هر پړاو کې مذهبي پاتې شوى دى. نه دا، چې د خارجي اشياوو وېرې سجدو ته اړ كړى دى. دغه غريزه كې له نورو غريزو سره يو متوازن او تړلى نظام جوړ نه كړي ، نو دغه غير فطري انقلاب د دغې غريزې د كمزورۍ سبب شي او د الحاد لاره ونيسي. د رابنسن خبره بيا نو په دواړو صورتونو كې ايجابي وي او كه سلبي وي د فلسفې مذهبي محرك دى.
شاعري هم مذهبي محرك لرلاى شي، د مولانا رومي د شاعرۍ عظمت په همدې كې دى، چې د مذهبي محرك بحر يې په زړه كې په څپو دى. د پښتو د كلاسيك ادب هم يوه ځانګړتيا داده، چې مذهبي شعور په كې د معاصر دور په پرتله ډېر ځلېږي. روښاني مكتب و كه د خوشحال كورنۍ، رحمان و كه علي خان ، دا ځانګړتيا تر حافظ الپوري پورې ښه په برياليتوب روانه ده تر دې، چې تشبيهات هم له فقې را اخيستل كېږي او د قرآن او حديث په خوا اشاره كوونكي تلميحات هم ډېر و. توپير يې بيا دا دى، چې په فلسفه كې يو كس ځان له خپله مذهبه پوره خبروي او بيا دغه (بالغيب ) نظام ته عقلي تړون وركوي. امام غزالي يې بهترين مثال دى.
خو په شاعرۍ كې هدف ته رسېدل او مقصد لږ څه توپير پيدا كړي. د مذهبي څېړنې د منطقي استدلال پر ځاى كلمات په شاعرانه بنه بيانوي او يا هم پر شاعرانه ژبه د وحي ارزښتونه بيانوي، نعتيه او حمديه شاعري يې بېلګه ده. په هر حال مذهب د فيلسوف او شاعر دواړو لپاره له زړه راښكون نه ډك څيز دى او دا خبره فلسفه او شاعري يو بل ته ورنږدې كوي.

ج: ټولنيز محرك:

د انسان له ډېرو تعريفونو نه يو تعريف دا دى، چې هغه يو ټولنيز حيوان دى. هغه تل په ټولنيز ډول خوښ دى او څومره، چې ټولنې پراختيا مومي، انسان ته په كې اسانتيا ښكاري. زموږ د ټولنې خلك هم، چې وس يې ورسي د كلي پر ځاى ښار كې ژوند تېروي. ټولنه دانساني ژوند او تهذيب د بقا او پرمختګ ستره وسيله ده.
كله كله په ټولنه كې داسې ذهنونه پيدا شي، چې له زمانې سره يې جوړه نه راځي. بيا د هغې د سمولو هڅه كوي. فيلسوف به لكه داپلاتون په څېر د عقل نه كار اخلي او خيالي رياست به جوړوي، خو شاعر به د جذبې په زور خبره كوي او سمدستي به پرېكړه غواړي.
پسرلى صيب وايي:
نه زړو منطق چلېږي دلته نه زړې خبرې
زيرك زلمي په تاوده جنګ كې هم سنګر بدلوي
غني خان وايي:
يا به دا بې ننګه ملك باغ عدن كړم
يا به كړم د پښتنو كوڅې ويجاړې
سره له دې، چې دغه راز شاعري د اردو ژبو په اصطلاح ترقي پسندو ډېره كړې ده، خو بېلګې يې په كلاسيك دور كې هم ډېرې دي. رحمان بابا وايي:
په سبب د ظالمانو حاكمانو
ګورو اور و پېښور درې واړه يو دي
حميد بابا وايي:
غريب خلك مرده ګان په كې ورتېږي
ظالمان نكير منكر پېښور ګور شو
خو د خوشال خان قصايد د ټولنيز محرك هغه زېږنده ده، چې ښايي د نړۍ په ادبياتو كې يې جوړه نه وي. هغه ستر و، بغات يې هم ستر و:
توكلت على الله وينا يوه ده
د خوشال د زمانې سره ساز نشته
خو دا بايد ووايم، چې دا شعرونه د فلسفانه شاعرۍ بېلګې نه وې، بلكې د فلسفې او شاعرۍ ټولنيز محرك لپاره بېلګې وې.
خبره مو د فلسفې او شاعرۍ كوله ، چې كوم تړاوونه لري؟ كه شاعري او فلسفه پرتله كوو پايله به يې څه وي؟ كه په فيلسوف پرېكړه كوې، خو پايله يې د اپلاتون جمهوريت شي، ګورو چې فلپ سډني څه ليكي:
“فيلسوف په دلايلو باندې كلي اصول ثابتوي، د هغه بيان ستغ او مبهم وي كه څوك يواځې له فيلسوف نه لارښوونه غواړي ټول عمر به ډغرې خوري او چېرته په سپين ږيرتوب كې به د ايماندارۍ په علت وپوهېږي.”
دلته سډني يواځې د بيان خوند معيار ګرځولى او داسې ښكاري، چې له فلسفې سره يې ډېره نه ده جوړه، نوموړي مخكې ليكلي:
“پر خلاف مورخ بې لارښونې وي، د هغه تړاو د (څه چې پكار دي) پر ځاى د (څه چې وشو) سره وي… خو ستر شاعر دا دواړه دندې سرته رسوي. فيلسوف، چې څه وايي شاعر يې بشپړ انځور د يو فرد په واسطه وړاندې كوي. دغسې هغه عامې كلمې له ځانګړي مثال سره يو كوي. دا يو پوره تصوير وي، چې فيلسوف يې يواځې په لفاظۍ سره د ادا كولو هڅه كوي، چې روح ته لاره نه كوي، خو د شاعر تصوير د زړه ژورو ته وركوزېږي.”
سډني د شاعرۍ په مينه كې بحث له منطقي دايرې نه وباسي د بېلګې په توګه كه څوك پوښتنه وكړي، چې له لفاظۍ نه د هغه څه مراد و؟ دغه لفاظي، چې په نشه كې ډوب شاعران يې كوي، دغه لفاظي، چې ويې جوړونه ده او كه د هندي سبك د شاعرانو. او كه فلسفې ته لفاظي وايي، نو څرګندېږي، چې د فلسفې محدوده مطالعه لري، بلكې له سره يې پر ځان نه دى پوه كړى او نوموړى، چې كله د اپلاتون او شاعر شخړه راسپړي ليكي: “… اپلاتون د روانۍ خلاف او د ښه والي د حمايت كوونكي په توګه زموږ مخالف نه، بلكې مربي دى” رښتيا ده، چې د اپلاتون جمهوريت او مكالمات په ډېرو خبرو كې زموږ لارښوونه كوي، خو د فلپ سډني هومره خوش فهمي هم نه ده پكار، چې د اپلاتون دښمني له شاعره سره يوه لفظي جګړه وګڼو. ښاغلي سډني د (Lon) له مكالمې نه اغېزمن شوى او نور هر څه يې هېر كړي. دا پته خو هله لګېږي، چې سړى د اپلاتون جمهوريت او نور مكالمات په غور ولولي، چې هغه له شاعرۍ سره څه كوي. كه شاعري مني او شاعر نه مني، بيا هم سمه نه ده، سمه ده چې هغه سل په سلو كې شاعري نه نفي كوي يا يې نشي نفي كولاى، خو شاعري يې دومره محدوده كړې، چې شاعري نه ده پاتې. د (لايسس يا دوستۍ) په مكالمه كې په ځانګړې زيركۍ سره د يو شاعر كردار را مخې ته كوي او بيا ورسره بحث شروع كوي، ورته وايي: “ته چې خپل محبوب ته شعرونه ليكې، كه محبوب ستا شو خو شهرت به دې ځلېږي او كه له ګوتو دې ووت د شرم خبره ده، بله دا كه ته خپل محبوب ته شعرونه ليكې، په هغه كې غرور پيدا كېږي او نيوى نه دركوي.
ددې خبرو مطلب څه كېداى شي، دغه چې د شاعر ښه او تر ټولو لويه سرچينه محبت دى، كه دا سرچينه وتړل شي د شاعرۍ لويه، بلكې يوه بهترينه برخه له منځه ځي. همدا راز (د صفايي بيان) نومې مكالمه كې د سقراط خبرې دي. د قاضي په مخكې په هغې كې څرګندېږي، چې د سقراط خلاف لوى مدعي يو شاعر دى. مانا دا كه سقراط په ناحقه وژل شوى وي، قصاص يې د شاعر په غاړه دى، نه ده څرګنده، چې اپلاتون ولې خپل كتاب كې ادبي ښكلا شامله كړه او له شاعر سره يې دښمني وكړه. ځينې وايي اپلاتون هم د شعرونو بياض درلود، چې سقراط سره يې اشنايي پيدا شوه، هغه يې وسيځۀ، هغه خپله ناكام شاعر و، ځكه يې شاعر نه مانه.

خو زما فكر ته دوه خبرې راځي، په رښتيا كه د سقراط په مدعيانو كې يو ژبور شاعر و، نو بيا ممكنه ده، چې اپلاتون ترې د استاد د رحلت او خپل هجرت بدل اخيستى وي. بله دا، چې د هومر د شعر په پېلوځي روانه وه سقراط او اپلاتون غوندې هوښيار سړي ته دا د صبر وړ نه وه، نو ځكه د شاعر خلاف شو، خو دې خبره كې د دومره وينا ګنجايش شته، چې اخر هغه د شاعرۍ د اصلاح او د فلسفې د دود كولو لپاره ولې شاعر له مېدانه ووېست، خو دا هم شونې ده، چې هم د اپلاتون مدعيان شاعران وي او هم شاعرۍ ته لوړ ارزښت وركړ شوى وي. د اپلاتون د آثارو له لوستلو خو همدا راوځي.

خبره به له عموميت څخه لږه څه ځانګړې كړو او د شبلي نعماني د شعرالعجم پاڼې به راواړوو، نوموړى ليكي:
“په شاعرۍ كې فلسفه د تصوف له لارې راغله، ځكه چې د تصوف بريدونه ډېر وخت له شاعرۍ سره يو كېږي. له دې كبله به صوفيانو شاعرانو د فلسفې مسايل هم بيانول. د امام غزالي له كبله فلسفه په عام ډول دود شوه په صوفيانو كې ډېرو لكه مولانا رومي، سعدي، سنايي او نورو تصوف ته له راتلو وړاندې په منظمه توګه فلسفه هم لوستې وه، له صوفي كېدلو وروسته فلسفيانه خيالاتو چوكاټ بدل كړ او د تصوف په بڼه بيان شول. د مولانا رومي په مثنوي كې په سلګونو داسې مسايل دي، چې نږه فلسفيانه دي ، تر ټولو مخكې ناصر خسرو فلسفيانه خيالات په شاعرۍ كې بيان كړل.”

علامه شبلي صيب دا خبرې د فارسي شاعرۍ له مخې كړي دي، چې ګټور معلومات لري، خو دومره وايم، چې فلسفه او تصوف يو څيز نه دي.
كاكاخېل استاد به ويل: ” (وحدت الوجود) يوه مشاهده ده فلسفه نه ده”
په دې وړه خبره كې ډېر څه نغښتي دي. مانا دا چې صوفي مشاهد كوي، بيا يې بيان كوي او فيلسوف له قياس او فكر نه كار اخلي، د تصوفي ارواپوهنې د بحث پر اړه چې كوم بحث شوى، هلته مو پرې خبرې كړې وې فلسفه مو بېل څيز ګڼلى و او نظري عرفان بېل، د حمزه بابا يادونه مو كړې وه، چې كله د خوشال خان په يوه بيت تصوفي كتاب ليكي، نو د خپل خيال او فكر پيداوار يې ګڼي.

دلته به د يوه صوفي بېلګه راوړو:
شيخ سعدالدين احمد انصاري رحمة الله عليه په نظر عرفان كې د كشف المحققين په نامه يو ژور كتاب لري، د كتاب په يوه برخه كې ليكي:
“د محمدﷺ د سپېڅلې روضې او منبر تر منځ ناست وم. دا هغه ځاى دى، چې رياض الجنت نومېږي… چې له عالم غيب نه د الوهيت او اسرارو هويت د بارګاه نبوت په واسطه په ما غلبه وكړه او د الهام په واسطه راته كشف وشو او پر دې وګمارل شوم، چې يوه رساله وكښم: ” هغه د وكښم پر ځاى ترتيب فرمايم ليكي ځان ته څوك د فرمايم كلمه نه راوړي، خو دلته د هغه ظاهر ورك دى او د الهامي كتاب د كاتب په حيث ځان هم ورته محترم دى، بل ځاى ليكي:
“له دې كبله، چې په الهامي توګه ګمارل شوى وم، د خداى(ج) او رسول اللهﷺپه امر هر ځل به مې چې قلم په ديوات كې وهه، د محمدﷺ سپېڅلى روح به مې ليده داسې برېښېده، چې ګويا له ښي اړخه مې سرته ولاړ وي او زما پاڼې، كرښې او ليك ته ګوري او راته وايي: “هوښيار اوسه او په پرانستو سترګو وليكه، چې غلطي درنه واقع نه شي.”

فيلسوف، چې فلسفه ليكي يا د نظري عرفان لوستونكى څه ليكي، دا انداز نه لري. اوس كه څوك تصوف مني، د شېخ وينا لوى سند دى.
شبلي صيب فلسفه او دغه راز معلومات يو ګڼي، چې توپير يې شونى دى، بله داده، چې نه فلسفه او نه نظري عرفان دواړه په شعر كې په بشپړه او څرګنده توګه راتلى شي او بيا چې شعر هم له خيره سره غزل وي ، علامه محمداقبال د فلسفه عجم په تمهيد كې ليكي:

“د ماوراءالنهر تفكر مينه د ايرانيانو د سيرت ښكاره خط و خال دى، خو بيا هم كه يو څېړونكى په دې هيله ايراني ادب ته پام كوي، چې د كپيلا يا كانت د نظامونو غوندې به دلته يو جامع فكري نظام موجود وي، له مايوسۍ سره به مخ شي، دې كې شك نه شته، چې د هغه پر ذهن به د حيرت انګېزو عقلي باريكيو ژور اغېز كېني، هغه چې څرګند شوى دى، زما په آند ايراني ذهن تفصيلات پر اوږو نه شي اخيستى. له همدې كبله په كې د هغه نظام فقدان دى، چې د عامې مشاهدې د اساسي اصولو له تفسيره پس په تدريجي ډول دتصوراتو يو نظام منځ ته راوړي.

ديو دقيق النظر برهمن په څېر يو ايرانى هم د اشياوو د باطني وحدت تعقل كوي، برهمن دغه وحدت د انساني تجربې په ټولو اړخونو كې څرګندوي او همدا راز په ماده كې يې د مختلفو بڼو وضاحت كوي، خو ايرانى پر نږه كليت مطمين دى تر دې، چې د باطني مظروف د څېړنې او تفتيش لپاره هڅه كوي.
د ايرانيانو بې تاب تخييل د لولكيو په څېر د نيمه مستۍ په حالت كې له يوه ګله بل ته الوځي را الوځي او په مجموعي توګه د ټول چمن په پراختيا نظر نه شي اچولى. له دې كبله د هغوى له ژور نه ژور افكار او جذبات به غير مربوطه اشعار و (غزل) كې څرګندېږي، چې د هغوى د فني لطافت هنداره وه.”
د علامه محمد اقبال دا نظريه سمه برېښي. په شاعرۍ كې نظامونه منځ ته نه راځي او بيا په غزل كې خو بېخي ناشوني شي. د ښه فلسفيانه نظام له ښو صفاتو نه يو دا دى، چې تضاد نه لري، خو شاعري له تضاده ډكه وي. د فيلسوف مراد د حقايقو تل ته رسېدل او د كايناتو لومړى علت موندل دي، خو شاعر د حقيقت دښمن دى، په مقابل كې يې يوه بله دنيا جوړوي، چې هم د لومړۍ دنيا په څېر ده، هم نه ده. دغه حال يې په پښتو ادب كې هم دى. په سمه مانا په پښتو ادب كې داسې شاعري نشته، چې هم دې شاعري وي او هم فلسفه.

البته ځينې فلسفيانه او نظري عرفاني كلي څرګندې شوي دي، خو ارزښت يې ادبي دى.
۱- نظري عرفان:
كه نظري عرفان هم د فلسفې يوه ځانګړې څانګه وګڼو، نو په پښتو ادب كې يې تر لرې لرې جرړې غځېدلې دي.
لومړى بشپړ په لاس راغلى كتاب خيرالبيان، چې په پيل كې يې دا جمله ده:
“وه بايزيده! وكښه خيرالبيان په هغسې الحان چې به يې لوست سوره رحمان”
د نظري عرفان پيل دى. ګويا روښاني تحريك د وحدت الوجود داسې نږه تحريك و، چې په دومره مربوط او تړلي ډول ښايي په فارسي ادب كې نه وي، له روښانيانو وروسته د خوشال مكتب ادب آفاقي كړ، خو بيا هم د ادبي عرفان يو شوخ څرك، چې د روايت ښكلې برخه ده موجود دى او بيا همدغه څرك په حميد، رحمان، علي خان، حافظ الپوري، كامګار ټولو كې موجود دى. خلك صوفي شاعر رحمان بابا ګڼي، خو زما په آند له روښانيانو وروسته زموږ په شاعرانو كې عبدالقادر خټك تر ډېره ځايه صوفيانه شاعري كړې ده.

په هر حال نظري عرفان زموږ د ادب غوره ځانګړتيا ده.
كه د يو نظام جوړولو هڅه كوو، په دې كې پاتې راځو، خو د روښانيانو د نظري عرفان نه د يو نظام د راوېستو امېد كېداى شي، هغه ځكه چې دهغوى د نظم او نثر دواړه بېلګې موجودې دي او په مقابله كې يې د اخوند دروېزه مخزن الاسلام هم پروت دى، چې د روښانيانو د څېړنې په وخت د باريك بين څېړونكي مرسته كولى شي او كله چې معاصر ادب ته راشو، نو د نظري عرفان سره د فلسفې څرك هم شوخ شي.
په پښتونخوا كې ښوونې او روزنې پرنګى رنګ واخيست او نوى ادب پيل شو په دې كې غني او مفتون داسې خلك دي، چې شاعرانه او فلسفيانه ذوقونه يې لرل.
د فلسفې يو څرك د اقبال ترجمو او لوستلو عام كړ. د سمندر خان يو نظم چې كابو ۶۴ زره بيته دي، د توحيد د ترنګ په نوم په ۱۱ جلدونو كې د پېښور پښتو اكېډيمۍ چاپ كړ.

دغه كتاب د فلسفې شوخ څرك لري، خو په حقيقت كې د اقبال د شعرونو يو تفسير دى، چې د مفسر د ذوق او نورې مطالعې اندازه هم ترې كېداى شي.
او بل هماغه روايتي فطري عرفان دى، چې تاج يې حمزه شينواري ته پر سر دى، هغه څه نا څه عملي صوفي هم و، خو فطري تصوف يې ډېر پوخ و، چې هم يې په شاعرۍ كې برخه لري او هم يې په دې اړه ډېر نثري كتابونه ليكلي، خو زما په خيال كوم سړي، چې ارواپوهنه او فلسفه يې په ښه توګه بيان كړې، هغه شهيد مجروح دى. د ځانځانۍ ښامار يې ښه بېلګه ده. هغه نه يواځې دا، چې فلسفه لوستې وه او استاد يې و، خپله يې هم ژور فلسفيانه ليدلورى او ادبي ذوقدرلود. ګل پاچا الفت هم په دې كار كې نبوغ درلود، نثرونه يې دغه هر څه لري او يو داسې ليكوال دى، چې په جګو سترګو يې اثار د شهكارو نړېوالو ا دبياتو په كتار كې اېښودى شو، ټول نثرونه يې ښه دي، خو غوره نثرونه يې تر ټولو غوره دي. غني خان هم فلسفيانه ډوله شاعري لري، د غني فلسفه شاعرانه غير منظمه او له بېلا بېلو ځايونو څخه راټوله شوې ده ، كله د عمر خيام په څېر د (لا ادريت) خوا ته ميلان پيدا كوي او وايي:
ته د نور سمندورنه
زه د خاورو يو ذره
دا زما او ستا به څنګه
شي دوستي او يارانه
ډېر پيران مې ټنګولي
مذهبونه لټولي
پكې ټكى رڼا نشته
بس كيسو پسې كيسه
بله خبره په غني كې داده، چې خداى(ج) مني، ورسره مينه كوي د ټاګور په څېر يې پلار او جان ګڼي ، خو تر يوه كچه وايي:
زه خو نه وايم چې نشته
زه خو وايمه چې شته دى
خو دنيا يې عجبه ده
او قانون يې عجيبه دى
لومړي بيت كې غني د زړه په شاعرانه منطق روان دى، خو د دنيا او د خداى(ج) د قوانينو په برخه كې د هغه ذهن وچ كلك او فلسفيانه دى. دلته د هغه شاعري د مذهب خلاف لاره نيسي، مثلاً د وحدت الوجودي صوفي په څېر وايي:
ما په ګل كې وليد
چې ته يې مومې كتاب كې
اى ملا ستا نيم كتاب مې
واورېده رباب كې
له مرګه پس ژوند هم مني:
نه منم نه منم اى ياره
مرګ انجام د هستۍ نه دى
خلاصېدل شراب په جام كې
اختتام د مستۍ نه دى
خو پس له مرګه چې اسلام د جنت او دوزخ صريحه خبره كوي، هغه ورته استعارې او علامتونه ښكاري او د مذهب نه بغاوت كوي.
وايي ملا جان چې په جنت كې حورې پنډې دي
غټې غټې، سپينې سپينې، مستې او بربنډې دي
دا وجود د خاورې دى نه پايي جنتونو كې
دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلون كې
زه به حورې څه كړم چې په غېږ كې كېنوى نه شم
غټو تورو سترګو ته يې په سرو سترګو كتى نه شم
دوزخ ورته هم د اسلام د پيروانو په څېر نه ښكاري، بلكې له مذهبي تصوره منكر غوندې دى.
څنګه غوږ كېدم ملا ته
تورانۍ بلبله هېره
څنګه ستا د نور او خيشت نه
بدرنګي تيار چاپيره
د خند د سپين سبا نه
تور ماښام او لحد جوړ كړم
د انسان د مايوسۍ نه
سر سرود د ابد جوړ كړم
د دوزخ د اور او زور نه
ستا خايشت سنګار كړم جوړ
دا هغه خبرې دي، چې مغربي فلسفه كې يې څرك له ورايه ښكاريه. سكوټس وايي:
“د ټولو په مقدر كې نجات دى… ټول پرېوتي انسانان، بلكې ټولې هستۍ بېرته د خداى په لور تلونكي دي. د جهنم سزاګانې نږه روحاني دي، د نېكۍ اجر د خداى(ج) د ديدار يا د هغه د بديهي علم نه سوا بل څه نه دي او نه ګناه پرته له پښېمانۍ بله پايله لري.” همدا راز (انسلم) وايي:
“كه خداى(ج) د انسان نوع بېخي له منځه يوسي يا يې ابدي جهنم ته وغورځوي ، په دواړو حالتونو كې به د تخليق مقصد له منځه لاړ شي، چې هغه د مخلوقاتو مسرت دى.”
غني خان كه د مغرب د فلسفې نه اغېزمن دى، له بودايت سره هم تړاو لري. د (باميان) نومې نظم څو بيته داسې دي:
يو خوا د قدرت جمال
بل خوا د انسان كمال
زه يې لېونى كړمه
چار چاپيره نور دى
نه دى باميان نه دى دا
دا خو كوه طور دى
دلته د فطرت كمال
دواړه په ضد شوي وو
جوړ يې كړ ترې څه افسون
دې تالا جهان پسې
دې د پښتو شان پسې
دې تبا دوران پسې
دې شهيد جانان پسې
دې سوي ګلشن پسې
دې ورګ ګلستان پسې
زه د زړه په سرو وينو ژاړمه ژړېږمه
زه چې ورته ګورمه سره لمبه سوځېږمه

نه يواځې دا، چې غني خان د بودا زمانې پسې خپه دى، بلكې كله چې په دې دنيا كې تنګ شوى دى او سكون غواړي، نو تصور يې له جنته ډېر د بودا نيروان ته نږدې دى، نيروان څه ته وايي؟
“اموليه رنجن مهاپتري” په فلسفه مذاهب كې ليكي:
“د نيروان د لفظ مانا له منځه تلل يا د خواهشاتو معدوم كېدل دي، خو دا يواځې معدوميت نه، بلكې طمانيت هم دى، د نيروان په حالت كې خواهشات او جذبات ختمېږي او نجات موندونكى شخص د اخوا دېخوا تلو پر ځاى سكون مومي. نيروان له ايجابي لفظ سره عينيت لري. دا پاكېزه سرور او حقيقي علم وركوي. د ذات تسخير كونكى شخص له شهوت څخه ازاد شي هغ بله تمنا نه كوي. د غوښتنې د جلوې د روښانتيا لپاره مواد نه پيدا كېږي. د غوښتنو او شهوت د شعلې په مړه كېدو سره د عرفان حالت لاس ته راځي ، د عرفان په حالت كې كومه لا علمي، تكليف بيماري او مرګ نه وي موجود.”
كله چې يوه شاګرد له بودا نه پوښتنه وكړه ، چې نيروان ايجابي حالت دى كه سلبي؟ هغه ځواب وركړ:
“اى بهكشو! دا داسې حالت دى، چې نه خاوره وي نه اوبه، نه رڼا وي، نه هوا، نه محدوديت وي، نه لا محدوديت، نه د استدلال لامحدوديت، نه لا شى نه ادراك ، نه عدم ادراك نه دا دنيا نه هغه دنيا، نه لمر وي او نه سپوږمۍ.
اى بهكشو! دې ته زه نه مرګ وايم نه پيدايښت او نه تلل راتلل، دا د ملكيت بنسټ او تدارك عاري دى داد غم اختتام دى، دا نيروان دى.”
اوس مو چې د نيروان په اړه معلومات ترلاسه كړه، د غني خان يوه نظم ته پام وكړو، چې آيا همدا حالت نه ښيئ؟
دعـا
خدايه ستا وړه دنيا مې نه ده خوښه
ماته راكړه په خپل لوى جهان كې برخه
چې كوم ځاى كې بې ګناه ګناهګار نه وي
چې كوم ځاى ژبې چړې د اغيار نه وي
چې كوم ځاى كې وي بې حس زما احساس
چې كوم ځاى صبر زړګى وي او تش لاس
چې كوم ځاى كې اواز نه وي اورم د كونډو
ماشومان يا په ټوكړو پسې په منډو
چې كوم ځاى كې نه مزه شته نه قانون
نه عشقونه، نه وصلونه، نه بېلتون
چې كوم ځاى كې وازې سترګې نابينا وي
چې كوم ځاى كې يو شان نن پرون سبا وي
چې كوم ځاى كې كه بادشاه وي كه ملنګ
يو يې تخت او يو يې تاج يو يې پالنګ
چې كوم ځاى كې مال اولاد دوستي بې كاره
چې كوم ځاى كې نه كاروان شته او نه لاره
ستړې سترګې مې كړې پټې ياالله
زما خوښه نه ده ستا وړه دنيا
غني خان يواځې پر دې نظرياتو نه دى ولاړ، هغه د ښكلا پېژندنې فلسفيانه نظر يې هم شاعرانه كوي.
چې زړه مست و دنيا وه مسته
ګلونه مست و ليلى وه مسته
چې مې زړه ډوب شو دنيا بوډۍ شوه
ګلونه مړاوي شو ليلى بوډۍ شوه
چې مې زړه مست و شونډې تودې وې
د زهرو شونډې به هم خوږې وې
چې مې زړه ډوب شو شونډې مړې شوې
يخې د واورو په شان د حورو خولې شوې
دا د حسن ذهني (موضوعي) فلسفيانه نظريه ده، چې هره ښكلا، هر سرور، هر خوند او مزه په انسان كې ده، كه انسان ځوان وي، مست وي، مين وي، شونډې به ګرمې وي او دنيا به مسته وي، ګنې سړه به وي.
غني خان، د عيني (معروضي ) حسن نظريې هم بيانوي، خو شاعر دى، ځكه يې ډېر نظمونه په ذهني نظريه ليكلي دي. دا راز شعرونه فلسفه نه ده، خو تر شا يې د فلسفې د يوې اوږدې نظريې پايله پرته ده، همدا د شعر او فلسفې نږدېوالى دى.
تقدير يا قسمت هم د فلسفې يوه موضوع ده او د فلسفې له پيله تر ننه روانه ده.
پوسپونزې د ارسطو د خيالاتو د تشريح پر مهال ليكي:
“كه چېرې خداى ټولې خبرې له وړاندې نه ټاكلي دي او له وړاندې نه هره خبره ليدى شي، نو موږ د اختيار خاوندان نه يوو او كه انسان د اختيار څښتن دى، بيا خداى(ج) له وړاندې نه هر څه نه ګوري او علم يې د مخلوقاتو بندګانو د اعمالو پورې منحصر دى.”
غني خان هم كټ مټ همداسې وايي:
ملاجان وايي ازل كې تا ليكلى هر يو كار دى
يو له سترګو كې شفق دى بل له هسې ګلېخار دى
ملا جان وايي اسمان كې يو كتاب دى
چې هغې كې تا ليكلى هر ادم له هر يو كار دى
وايه، وايه ملاجانه! كه اختيار راځي قسمت ځي
د قسمت سره دې واړه ارامونه او راحت ځي
زه موټر هغه ډريور دى ځم په كمه چې مې بيايي
كه جمات كه مېخانه وي كه په سمه په صحرا وي
ج
غني خان دا كشاله داسې بيانوي، چې ځان له سزا نه وژغوري، خو ملا جان كله، كله د قسمت يو بل تعبير هم كوي، چې غني خان ورته پام نه كوي او هغه دا، چې قسمت د خداى(ج) لا محدود علم دى، چې زموږ كړي او ناكړي عملونه ورته معلوم دي، خو د عمل په ساحه كې جبر نه شته. دغني خان د شاعرۍ د فلسفيانه افكارو بله سرچينه آيډياليزم (تصوريت) دى، خو د ادب سره تړلي كتاب كې دايډياليزم په مانا پوهېدل هم ضروري پرېښي، د بالډون په (Dictionary of Philosofy and Sychology) كې د تصور تعريف داسې كوي:
“د رابنسن پر آند دا مانا د ډيويډيوم له فلسفې نه راغلې ده، هغه ويلي و: “تصور د ارتاسام نقل دى.” او له ارتسامه مقصد حس يا هغه څيز وي، چې په رښتيا د حواسو په مخ كې نه وي موجود.

خو د تصور كلمه د هيوم او لاك له زمانې نه وړاندې هم موجوده وه. ويل كېږي، چې دا كلمه له ميلاد نه پېنځه پېړۍ وړاندې دود شوې وه، څنګه دود شوې وه دا نه ده معلومه، خو لومړى درك يې د اپلاتون كتابونه دي، مګر د اپلاتون مانا د هيوم او لاك له مانا نه بېخي بدله ده. د اپلاتون پر آند تصور (عيان) يا حقيقي اشياء دي، چې جزيي اشيا يې بيا (نقول) دي. د بېلګې په توګه د اس يا فيل تصور موجود دى، چې د اس يا فيل له تمامو اصلي صفاتو نه جوړ دى او هر اس او فيل د همدې عين يا جوهر په ماهيت كې ګډ دى. د اپلاتون خيال و، چې د تصوراتو جهان د حواسو له عالمه ډېر حقيقي دى. هغه اصل او دا نقل دى، اصل به باقي وي او نقل به فنا كېږي دا منا، چې د اس او فيل د صفاتو كلي تصور به موجود وي، خو خپله اس او فيل فنا كېدونكي دي.

د اپلاتون پر آند تصور يو ما ورالفطرت او ابدي بېلګه وه. د فلسفې په نوي پلاتوني پړاو كې تصور د خداى(ج) ماتحت وګرځېد او د هغه د ذهن يوه نمونه يا مثال وګڼل شو. لاك د انساني ذهن بديهي عينيت وباله او هيوم يې تعريف داسې وكړ: “د ارتسام تت انځور دى” مانا دا، چې د “تصوريت” اصطلاح لومړى د معنويت يوه پراخه ساحه نيولې وه، خو ورو ورو يې ساحه تنګه شوه او نزولي يون يې وكړ. ايډياليزم (تصوريت) د فلسفې يو پراخه مكتب دى. هر شاګرد يې تر همدې جنډې لاندې ځاى ګوري، خو د ځانګړو ذوقونو له كبله په كې اختلاف هم راشي، خو ډېر صفات يې ګډ دي. ددې فلسفې له مخې تصور او ژوند پر ماده مقدم دي بله دا، چې دوى ځينې څيزونه سرابي ګڼي. لابيټنز وايي:

“خپله موږ د لوړې كچې مانادات يوو. پرته له خپلې هستۍ نه د بل څيز ادراك نه شو كولى، خو د خپلې هستۍ ادراك بې له كومې وسيلې يا واسطې نه كوو، رښتيوني دنيا ته رسېدل ناشوني دي او هغه څه، چې موږ يې كاينات ګڼو هغه يواځې زموږ د دننيو واقعاتو يوه غير ارادي خپرېدنه ده.”
هوبز او لاك صفات په دوه ډوله وېشي، لاك وايي:
“صلابت، امتداد، شكل او د حركت وړتيا داسې صفات دي، چې په هېڅ حال كې له جسمه نه بېلېږي. كه په جسم كې هر راز بدلون راشي دا صفات به په كې په مستقل ډول موجود وي، دې ته صفات اولى يا رښتيوني صفتونه وايي، خو رنګ او اواز د اجسامو په ذات كې نه دي شامل، بلكې يواځې د اشياوو قابليت دى. دې ته ثانوي صفتونه وايي.”

ډيكارټ هم پرې دې آند دى ، چې ګنې خوند او آواز يواځې د څښونكي او اورېدونكي لپاره وجود لري.
د ايډيالېزم د فلسفې يو ډول “هر څه زه يم” دى. ددې نظر پلويان يواځې فكر كوونكى ذات او د هغې تصورات حقيقي ګڼي او نور، نو ټوله خارجي دنيا د هماغه ذات خوب و خيال دى.
علامه اقبال ددې فلسفې كلي پايله په يوه بيت كې داسې نغاړي:
اين جهان چيست صنم خانهء پندار من است
جلوه روى او گرو ديدهء بيدار من است

اډګرالن پوه هم په خپل يوه نظم Dream with in a dream A كې دا نظريه بيان كړې، خو هغه يو قدم وړاندې تلى دى، د هغه پر آند خوب ليدونكى ذات خپله هم يو خوب دى. كه د ذهنيت او عينيت دا خبره سپينول وي، نو هغه به دا وي، چې د اشياوو وجود ته قايل شو، خو خپل احساس په پټو سترګو حقيقي ونه ګڼو. محمدﷺ به ويل: “اى خدايه! څيزونه راته هغه شان وښييه، څنګه چې دي. “له دې خفي وحې نه هم دا پايله راوځي، چې څيزونه څنګه ښكاري او احساس كېږي په حقيقت كې هغسې نه دي، په هر حال خبره مو د تصوريت كوله. غني خان دغه راز شعرونه ډېر لري، د بېلګې په توګه:
د ادم د نظر تول دى
كه دا تور دى كه دا سپين
د ادم د ژبې خيال دى
دا سپلمۍ او انګبين
يا دا، چې:
چې پتنګ د نمر رڼا نه شي ليدلى
ګنهګار شو چې په شمعه شو شيدا
زړه كې چونګ لپه هيله د خاورې ځاى شي
چېرته ځاى كړم په كې دا د نور دريا

لذتيت:
د ديمقراطيس او اپيكورس پر آند د فلسفې كار دا دى، چې د مشاهدې ا و استدلال په مرسته پر خارق العاده څيزونه د خلكو باور ختم كړي او خوشالي ور وبخښي. د دوى پر آند خوشالي او خوندونه لټول د فلسفې مقصد دى.
غني خان وايي:
دا چې ته په سجده پرېوځې او زه ډك د ميو جام كړم
دا هم زه غواړم فرار دا هم ته غواړې فرار
ته لټى هغه جهان كې حورې سپينې ګل اندامې
زه جنت دلته لټوم نشم كولاى انتظار

مطلب دا، چې د انسان مقصد لذت دى ته هغې دنيا ته انتظار وكړه او زه به ځانته دا دنيا جنت كړم.
د غني په شاعرۍ كې د سار تر وجوديت هم شته او د صوفيانو وحدت الوجود هم. نورې ډېرې خورې ورې فلسفې هم په كې دي، نو هغه خو نه كوم نظام جوړ كړى او نه ترې راوځي البته د هغه د فلسفيانه مطالعې او شاعرانه ذوق يوه ګډه خاكه ترې جوړېداى شي، ډېرې پوښتنې داسې دي ، چې لا يې له ساينس سره ځواب نه شته، مثلاً حسن څه دى، مرګ څه دى، دا كاينات ولې جوړ شوي؟ مرګ كوم پړاو دى، مينه څه ده او خپله انسان څه دى او ژوند ته په كومه سترګه كتل په كار دي، دې ته كه منطقي او عقلي ځواب ګورو فلسفه دا او كه په تخيل ځان قانع كوو، شاعري ده. كه نتيجه له فلسفې راواخلو او ژبه مو تخيلي وي، نو د غني شاعري به شي، خو غني فيلسوف نه شو ګڼلى.

نه زه فلسفي يم خلكه نه زه لېونى يم
يو غريب بچى زه د پښتون د پلار ګنى يم
د بيت لومړۍ مصرعه كې يې بېخي رښتيا ويلي. هغه شاعر دى او د ښكلا ذوق يې ټول بريدونه مات كړي دي. هغه د حسن لېونى دى. دا حسن كه په انځور كې وي او كه په شعر كې، په انسان كې وي او كه په فطرت كې، كله كه ورته په مذهب يا فلسفه كې ددې څرك احساس شوى، هغې يې هم د شعر سرور ته ځلا بخښلې، لكه د نورو شاعرانو دى هم مستقل مزاج نه دى ، هره جذبه يې په خپل رنګ كې رنګ كوي او تخيل يې په پرواز راولي، د شاعر كيفيت همداسې وي، غني هم په دې خم كې پوره ډوب دى. عبدالرؤف بېنوا ته يې، چې كوم منظوم ليك كښلى، په هغې كې يې خپل شاعرانه ژوند په پوره صداقت ورته بيان كړى دى، يوه برخه يې داسې ده:

بېنوا په هشنغر كې ستا يو ورور دلته اوسېږي
ببر سرى، پټې سترګې، پټ پټ شونډو كې موسېږي
د شرابو جام په لاس كې اوږده وايي حديثونه
كله غواړي په سجدو كې د الله نه شرابونه
مات ټوپك د منطق واخلي نښه ولي پرې رسا
عجيبه ورانې خبرې مرچكي سره حلوا
ستا په شان دده زړګى هم د هر خوار سره خوږېږي
په وجود يې څرمن نه شته په بڅري اور سوځېږي
كله ټينګ كله ټكور شي كله ساز كله ژړا
ګډو وډو كې لړلي غيرتونه فلسفه
ډېر څيزونه رب وركړي چې ښادېږي پرې دنيا
چې څه غواړم هغه نه شته ستا په شان دى بېنوا

په دې نظم كې غني خان د خپل فطرت د ادلون بدلون خبره كړې ده. د شاعر همدغه صفت د يوه نظام جوړېدو مخه نيسي او له فلسفې يې لرې باسي. شاعري او فلسفه دواړه پر ځاى ساتل، چې هم دې فلسفه وي او هم شاعري ډېرو كره كتونكو د شرق په ادبياتو كې د شپېلۍ شاعر مولانا جلال الدين بلخي مثنوي دغسې يو شهكار ګڼلى، چې تر ټولو ښه يې دا دوه ارزښتونه غاړې وېستي دي سره.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button