افغانستانخبرونه

فراه: طالبانو گلستان ولسوالۍ نیولې ده

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د فراه غربي ولسوالۍ، گلستان طالبانو په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. د فراه ولایتي مسوولین د گلستان د ځینو برخو د بیرته نیولو خبره کوي. گلستان د فراه لرې پرته ولسوالۍ ده چې په ډېرو برخو کې يې گرځنده ټیلیفون کار نه کوي.
د ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي، فضل احمد رسنیو ته وویل چې طالبانو د ملي اردو مرکز نیولی دی. د ملي اردو سرتېري د توت سیمي ته تللي دي. دغه سیمه د گلستان او بکوا ترمنځ پرته ده. د دې ولسوالۍ یو بل تن اوسیدونکي احمد خالد وویل: «د گلستان ولسوالۍ تقریبا دوه کاله مخکي د طالبانو لاس ته پریوتې وه. یوازې دوه، درې کلي د ملي اردو له سرتېرو سره وه. اوس طالبانو هغه هم له دوی څخه نیولي دي او سرتېرو د توت سمي ته پناه وړي ده».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button