افغانستانسلايډ

فراه: د بهرنيو ځواکونو بمبار شپږ امنيتي سرتېري وژلي

بهرنيو ځواکونو تېره شپه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوې بمبارۍ په ترڅ کې شپږ تنه امنيتي سرتېري وژلي دي او پينځه نور ټپيان دي. وژل شويو کې پينځه د ملي اردو کومانډو پوځيان او يو پوليس دي.

پېښه کې بچ شويو نورو امنيتي سرتېرو طلوع نيوز سره خبرو کې ويلي، چې تېره شپه د بهرنيانو يوې الوتکې د بالابلوک په کنسک سيمه کې پر هغه ځای يو بم وغورځاوه، چې د ملي اردو عسکر په کې راټول وو. فراه کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو مطبوعاتي دفتر د پېښې پخلی کړی او د يادو پوځيانو مرگ ژوبله يې تاييد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم نړيوالو ځواکونو د روزگان مرکز ترينکوټ ته څېرمه د ملي اردو پر يوه پوسته بمبارۍ کې اته تنه پوليس ووژل او پر هغوی شوی بريد يې خپل کسات وباله. د سيمې امنيتي چارواکو وويل، چې بهرنيو ځواکونو دغه بريد لاسي کړی او کومه اشتباه نه ده.

افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د تېرې پېښې پړه پر غاړه اخيستې وه خو د تېرې شپې د بريد په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button