پاموړراپورونه

فرانس کې یو چرګ د “اذان کولو” قضیه وګټله

د فرانس په یوه سیمه ایزه محکمه کې یو چرګ د اذان کولو قضیه وګټله، دغې محکمې چرګ ته اجازه ورکړه چې سر له سبا په سهار کې اذان کولائ شې، په دغه چرګ تور پورې شوی وه چې ګاونډیان سهار خوب ته نه پریږدي.

په دغه چرګ چې موریس نومیږي د فرانس په اولیران نومې ټاپو کې يوې جوړې په ځايې محکمه کې عریضه کړي وه چې د چرګ “کاکا کااا” اواز مو خوب ته نه پریږدي او باید دغه اواز بند کړائ شي.

د چرګ ددغې قضیې وکیله يو ښځه ده هغې په محکمه کې وویل، چې د چرګ ۴۰ ګاونډیانو کې یوازې دوه کسانو شکایت کړي نو ځکه اکثریت دغه اذان څخه شکایت نه لري نو فیصله د چرګ په حق کې کیږي، د چرګ خاند ویلي، چې زما چرګ “موریس” نن د ټول فرانس قضیه ګټلي، هغه زیاتوي ما خپل چرګ سره تر وسه کوشش کړي چې سهار اذان ونه کړي هغه به ما د شپې تر سهاره تور کارتن کې بنداوه تر څو رڼا ورنشي او ګاونډیانو خوب خراب نه کړي خو نن خوشاله یم .

Tags
Back to top button