خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

فرانسه کې پر کلیسا برید شوی

نن سهار د فرانسې په وخت ۹:۴۵ بجې د فرانسې په شمال کې پر یو کلیسا برید شوی.
د پېښې عیني شاهد یو تن راهب وايي:« بریدګر دوه تنه ول، مخونه یې په تور نقاب پټ ول او له چړو سره یې په کلیسا کې دوه تنه راهبان او دوه تنه لمونځ کونکي یې یرغمل کړل.»
د پېښې ته څېرمه سیمه د پولیسو له لور کلابنده شوې.
په پېښه کې یو تن لمونځ کونکې وژل شوی.
د فرانسې ولسمشر فرانسوز اولنډ د پېښې له سېمې لیدل کړي.
د فرانسې پولیسو د پېښې په اړه د فرانسې میټرونیوز رسنۍ ته وویلي:«موږ هڅه کوو چې د پیښې اصلي لامل څرګند کړو، تر دې دمه زموږ هڅې پاتې راغلي.»
میټرونیوز رسنۍ لیکلي:« تر دې دمه پولیسو د بریدګرو په اړه کره معلومات نه دې تر لاسه کړي او دا هم لا څرګنده نه ده چې بریدګر د پولیسو په لاس کې دی او که د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.»

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button