افغانستانراپورونه

فاریاب کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي دي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو ویلي چې دوه سرتېري یې په افغانستان کې په یوه جنګي پېښه کې وژل شوي دي. ناټو ددې مسئلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د پنټاګون د مقرراتو له مخې ددغه سرتېرو هویت په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې رسنیو ته ویل کېږي. بل پلو ځینې رسنۍ وایي چې دغه سرتېري په فاریاب ولایت کې وژل شوي دي. روان کال د تېر کال په پرتله په هېواد کې د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله لوړه ده. څو اونۍ وړاندې په کندهار کې هم د یوه افغان سرتېري په برید کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي وو.

Tags

Related Articles

Back to top button