افغانستانسلايډ

فارياب: طالبانو ستراتيژيکه سيمه «استانه بابا» بېرته نيولې ده

د فارياب چارواکو خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونه او اربکيان دوه شپې وړاندې پرته له کومې جګړې د شيرين تګاب له استانه بابا سيمې وتلي او دا ستراتيژيکه سيمه يو وار بيا د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهر پژواک سره خبرو کې ويلي، چې استانه بابا چې شاوخوا پنځوس کلي لري، نږدې یو کال د طالبانو ولکه کې وه او يوه اوونۍ وړاندې د جنرال دوستم په مشرۍ د نظامي عملياتو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله، خو وروسته له هغه چې د ملي اردو سرتېرو سيمه خوشې کړه، اربکيان هم له سيمې ووتل او طالبانو بېرته ونيوله.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې تېره شپه نهه بجې د طالبانو له يوه کمين سره مخ شول او د يو ساعت جګړې په ترڅ کې دولس تنه امنيتي سرتېري ټپیان شول.

فارياب کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمد رضا رضايي رسنيو ته وويل، استانه بابا سيمه ډېره پراخه ده او اضافي ځواکونو ته اړتيا لري، څو هلته نوې پوستې رامنځته شي.

د پوځي چارو ډېری شنونکي په دې اند دي، چې د ولسمشر لومړی مرستيال ډېری عمليات نمايشي کوي او هر ځل چې کومې سیمې نيسي، د څو ورځو په تېرېدو بېرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button