افغانستانسلايډ

فارياب: د سيمه‌ييزو پوليسو يو قوماندان له لسگونو سرتېرو سره طالبانو ته تسليم شوی

د فارياب په پښتونکوټ او خواجه‌سبز پوش ولسواليو کې له څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې پيل شوې دي، چې تر دې دمه ځينې سيمې هم د طالبانو ولکې ته ورغلې دي.

يادو ولسواليو کې دغه نښتې وروسته له هغه پيل شوې، چې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

سلام وطندار خبر ورکوي، چې د نښتو په ترڅ کې د سيمه‌ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو ملگرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی. دغه قوماندان رحيمداد نومېږي او څه موده مخکې له خپلو پينځه شپېتو کسانو سره دولت ته ورغلی و، خو اوس يو وار بيا طالبانو ته تسليم شوی دی.

د فارياب چارواکي وايي، چې طالبانو تر دې دمه د پښتونکوټ او خواجه‌سبز پوش ولسواليو خواجه قشري او شورقول سيمې نيولې دي.

د فارياب د پوليسو قوماندان عبد الکريم يورش ويلي، چې د سيمې د تصفيې لپاره يې گډ عمليات پيل کړي دي.
ښاغلی يورش وايي، چې جگړه کې دواړو لوريو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده، خو تر دې دمه يې کره شمېره نه ده معلومه.

د سيمې خلک وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري په توغول شوي يوه هاوان کې پينځه تنه ملکي وگړي هم ټپيان شوي، چې د فارياب د عامې روغتيا د رييس په وينا د يوه تن حالت د اندېښنې وړ دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button