افغانستانسلايډ

فارن پاليسي: افغانستان کې د امريکا جگړه له پای ته رسېدو ډېره لرې ده

فارن پاليسي مجلې په خپله وروستۍ گڼه کې د افغانستان پر وروستيو حالاتو تبصره کړې ده. خپرونې ويلي، داسې ښکاري چې افغانستان کې د امريکا جگړه له پای ته رسېدو ډېره لرې ده.

سرچينې زياته کړې ده، سره له دې چې طالبان په خپل منځ کې وېشل شوي دي، خو لا هم يو پياوړی ځواک دی، همدا رنگ د القاعده شبکې غړي لا افغانستان کې شته او داعش هم دې هيواد ته لاره کړې ده.

فارن پاليسي دا څرگندونې په داسې حال کې کړې دي، چې وسله والو طالبانو تېرې ورځې د پلازمېنې کابل په گډون د هيواد په څو ولايتونو کې پر دولتي اهدافو او بهرنيانو خونړي بريدونه وکړل.

مجلې د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته په اشارې ويلي، تېر کال په دې اړه د پاکستان له لوري يوه لنډه هڅه وشوه، خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې اعلان دا هڅې شنډې کړې.

په دې وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفينو خونړيو بريدونو يو وار بيا په داسې حال کې زور اخيستی، چې افغان دولت، پاکستان او امريکا له طالبانو سره د خبرو اترو خبره بيا گرمه کړې او سبا په دې اړه اسلام اباد کې د يادو درې هيوادونو او چين يوه څلور اړخيزه غونډه کېدونکې ده، څو معلومه کړي، دغه خبرې په کومو شرايطو او چېرته ترسره شي.

پاکستان پخوا له افغان دولته غوښتي وو، چې د طالبانو په اړه خپل دريځ نرم کړي، څو خبرې اترې ورسره يقيني شي او په وينا يې که د افغانستان په هر ځای کې د هغوی پر ضد وسله واله جگړه روانه وي، دا به د سولې په وړاندې ستر خنډ وي.

بل لور ته امريکا او ناټو ځواکونو د ۲۰۱۵ز له پيلېدو سره سم افغانستان کې خپل جگړه‌ييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړی، خو سره له دې چې امريکايان په دې اعتراف نه کوي، تېر کال د وسله والو د توندو بريدونو له امله يو وار بيا جگړې کې گډون ته ور وګرځېدل.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button